انځورونه: د افغانستان د بریا لمانځنه
تر هغه وروسته چې افغانستان په نیپال کې د سویلي اسیا هیوادونو جام وگاټه په ټول افغانستان کې خلکو دغه بریا ولمانځله. افغانان سړکونو ته راووتل، ډولونه یې ووهل، اټنونه یې وکړل او خپلو لوبغاړو ته یې مبارکي ووایله.
فغانستان د هندوستان پر وړاندې د سویلي اسیا د هیوادونو د جام په پای لوبه کې برلاسې شو او په دې ترتیب سره د دغه جام اتل شو. افغانانو د دغې بریا ډیر تود هرکلی وکړ.
دا د فوټبال په ډگر کې د افغانستان لومړۍ نړیواله اتلولي ده. افغانستان په ۲۰۱۱ کال کې هم د سویلي اسیا د هیوادونو جام پای لوبې ته رسیدلی وو.
د افغان لوبډلې په بریا کې گول ساتونکي منصور فقیریار ډیر مهم نقش ولوباوه. افغانانو د دغه لوبغاړي ډیره ستاینه کړې ده.
افغان لوبغاړي د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسیدل.
یو شمیر افغان چارواکي د افغانستان د ملي تیم لوبغاړو د هرکلي له پاره هوايي ډگر ته تللي ول.
افغان ولسمشر حامد کرزي هم په هوایي ډگر کې د افغان لوبغاړو هرکلی وکړ.
ولسمشر کرزی د تل به خلاف د سیاسي مسایلو په اړه نه بلکې د سپورت په هکله وغږید او له ورزشکارانو سره یو ځای یې خوشحالۍ وکړې.
د هوایي ډگر پر سړک خلک د افغان لوبغاړو د هرکلي له پاره ولاړ دي.
افغان له خپلې لوبډلې سره یوځای له هوایي ډگر څخه د کابل د فوټبال د ستیدیوم په لور ولاړل.
په دغه جشن کې د افغانستان د بیلابیلو ولایتونو اوسیدونکو گډون کړی وو.
افغانانو به دغه جشن کې د پولیسو د ونډې ستاینه وکړه. په ځینو ځایونو کې ان خلک د پولیسو په موټرو کې د جشن سیمې ته ولیږدول شول.
په دغه جشن کې ډیرو ښځو گډون نه وو کړی خو بیا هم هغوی له خپلو کورونو او نورو ځایونو څخه په دې خوښۍ کې ونډه واخیسته.
د افغان لوبډلې بریا د ټولو له پاره خوښي ډالۍ کړه. د سړک د غاړې له کارگرو نیولې، بیا د ښوونځې تر زده کوونکو پورې په دغه جشن کې ونډه واخیسته.
ډیر شمیر افغانانو له ځان سره د خپل هیواد بیرغونه لیږدول.
د پنجشنبې په شپه هم ډیر شمیر افغانان سړکونو ته راوتلي ول.
تر دې مخکې هیڅ کله هم افغانانو دومره ډیر بیرغونه له ځان سره نه ول لیږدولي.
د افغان لوبډلې بریا په ټول افغانستان کې له خلکو ناامني او جگړه هیره کړه.
پر کابل سربیره د افغانستان په نورو ښارونو کې هم افغانانو د خپلې لوبډلې بریا ولمانځله.
په هرات کې هم د شپې ډیر کسان سړکونو ته راوتلي ول.
د ورزش په ډگر کې بریا تل افغانانو ته خوښي وربخښي.