انځورونه: د اروپايي سياليو لومړی پړاو پای ته ورسېد
په باکو کي د اروپايي سياليو لومړۍ لوبي د روسيې په پياوړې بريا سره پای ته ورسېدلې. روسي ورزشکارانو په دغو سياليو کي د سرو زرو ۷۹ مډاله وگټل. آذربايجان د مډالونو له اړخه دوهم ځای گټلی دئ.
د اروپايي سياليو لومړۍ لوبي د يکشنبې په ورځ په سترو پرتمينو مراسمو سره پای ته ورسېدلې. د دغو لوبو چي د جون مياشتي له ۱۲ څخه تر ۲۸ پوري رواني وې کوربه ئې آذربايجان وو.
باکو په ۲۰۱۲م کال کي د المپيک کمېټې له خوا د اروپايي سياليو د لوړي پړاو د ترسره کېدو له پاره ټاکل سوی وو. د سياليو په وروستۍ ورځ د اور لوبو يوه صحنه.
په دغو سياليو کي د ۵۲ هیوادونو نزدې ۶۰۰۰ ورزشکاران په مختلفو ورزشي رشتو کي د گډون له پاره ميدان ته ور وتلي ول. په باکو کي د دغو لوبو د لومړي پړاو د ختم مراسم.
په آذربايجان کي به دغه راز په ۲۰۱۶م کال کي د موټر زغلولو (فرمول يو) سيالۍ، په ۲۰۱۷م کال کي د اسلامي لوبو سيالۍ او په ۲۰۲۰م کال کي د فوټبال د اروپا اتلولۍ سیاليو څو لوبي چي په گډه په څو هيوادونو کي ترسره کيږي کوربه وي.
روسيې په دغو لوبو کي د ۱۶۴ مډالو (۷۹ د سرو زرو، ۴۰ نقريي او ۴۵ برنزو) په گټلو سره يووار بيا دا وښووله چي په نړۍ کي د ورزش يو له مهمو زرونو څخه دئ. په اوبو کي رقص هغه رشته وه چي روسيې پکښې د سروزرو مډال وگاټه.
د مډالونو له اړخه آذربايجان په ۵۶ مډالو (۲۱ د سروزرو، ۱۵ د سپينو زرو او ۲۰ د برنزو) په گټلو سره تر روسيې وروسته دوهم ځای ونيو. په انځور کي ماريا دوروندا، د آذربايجان يوه ورزشکاره چي مډال ئې وگاټه.
په دغو ورزشکارانو کي يو هم ميلاد بيگي ايرانی وو چي څه موده مخکي آذربايجان ته مهاجر سو او اوس د دغه هيواد په گټه لوبيږي.
مېلاد بيگي (کيڼ اړخ) په تکواندو کي پای لوبي ته ووت او هلته ئې خپل روسی سيال هم مات کړ او د سروزرو مډال ئې وگاټه.
آذربايجانی صباح شريعتي (په انځور کي کيڼ) چي د غېږ ايستلو په درانه وزن کي بريالی سو او د سروزرو مډال ئې وگاټه هم ايرانی ټباره دی. هغه په دغه لوبه کي پر خپل ترکي سيال چي نړيوال اتل وو، بريالی سو او د سپينو زرو مډال ئې وگاټه.
د مډالونو په برخه کي بريتانيا دريم ځای وگاټه. دوی ۴۷ مډاله چي ۱۸ د سروزرو، ۱۰ د سپينو زرو او ۱۹ د برنزو ول له ځانه سره يووړل. او آلماان د ۶۶ مډالونو په گټلو سره څلورم ځای خپل کړ. دوی ۱۶ د سروزرو، ۱۸ د سپينو زرو او ۳۳ د برنزو مډالونه وگټل.
د آذربايجان چارواکو رسماً اعلان وکړ چي دغو لوبو ته د تياري نيولو له پاره ئې چي ورزشي تاسيسات ئې هم جوړ کړي نزدې يو ميليارد او دوه سوه زره ډالره (۱۲۰۰۰۰۰۰۰) مصرف کړي دي.
د دغو لوبو پر مهال په باکو کي سخت امنيتي تدابير نیول سوي ول.
د آذربايجان چاروکو د دغو لوبو په جريان کي د ځينو خبري رسنيو او بخښني نړيوال سازمان کار کوونکو ته وېزې نه وې ورکړي. دغه هيواد حتي د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان څخه غوښتي ول چي خپل دفتر رخصت کړي.