انځورونه: د آلمان ښکلي ټاپوگان
آلمان تر ۸۰ ډېر ټاپو گان لري چي هر يو ئې ځان ته خپله ښکلا او ځانگړتيا لري. د دغو ټاپوگانو ډېر ئې د دغه هيواد په شمال او بالتيک بحيره کي دي.
د آلمان په شمال کي د فريسي ټاپوگان د شليسويک هولشټاين ايالت په ساحلونو کي دي. د دوی تر ټولو مشهور ټاپو سولت دی چي د ډينمارک تر ساحله پوري رسېدلی دئ.
ډيری آلمانان د سولت ټاپو ته نه يوازي د دې له پاره ورځي چي هلته خپله رخصتي تيره کړي، بلکي د دې له پاره ورځي چي يوه مشهوره څېره به وويني. د آلمان او نړۍ ډېري مشهوري څېرې په دغه ټاپو کي خپله رخصتی تيروي.
روگن د آلمان تر ټولو ستر ټاپو دئ. د دغه ټاپو ساحلونه، ډېر نرم رېگ او کوچني خليجونه ډېر توريستان ځان ته ورکشوي.
د بالتيک له بحيرې سره دغه ودانۍ نازيانو په درو کلونو کي جوړي کړې. په پام کي وه چي دغه ودانۍ به ۴،۵ کيلومتره اوږدوالی ولري ۲۰ زره کسان به پکښي ځای پر ځای سي. اوس د دغو ودانيو په يو شمېر کي ئې ځوان مسافر ژوند کوي او يو شمېر به ئې د توريستانو له پاره ځانگړي سي.
د کنستانس بحيرې مشهور ټاپو رايشيناو په ۷۲۴م کال کي جوړ سوي. دغه ټاپو په ۲۰۰۲م کال کي يونسکو د نړۍ د فرهنگي ميراثونو په ليست کي ثبت کړ.
اوزدوم ټاپو د آلمان دوهم ستر ټاپو دئ چي په بالتيک بحيره کي پروت دئ. دغه ټاپو پر دوو برخو آلماني او پولندي وېشل سوی دئ. دغه لمريز ټاپو چي په کال کي ۲زره ساعته لمر لري د ډيرو سيلانيانو پام ئې ځان ته اړولی دئ.
بورکوم ټاپو په ۱۳۹۸م کال کي کشف سوی او هغه مهال دلته سمندري غله اوسېدل. خو اوس هغه وخت تير دئ او ډېر سيلانيان ورځي او هلته خپلي رخصتۍ تيروي.
لانگه اوگ ټاپو په آلمان کي په دې مشهور دئ چي ډيري رېگي تپې لري. د ځينو تپو لوړوالی تر ۲۰ مترو پوري رسيږي.
په هلگولند ټاپو کي موټر يا بايسکل چلول منع دي، ځکه چي طبيعت ته زيان و نه رسيږي.
وادن بحر له ډنمارک څخه تر هالند پوري پروت دئ او په ۲۰۰۹م کال کي د نړۍ د ميراثونو په ليست کي ثبت سو. د دغه بحر آلمانۍ برخه د ملي پارک په بڼه ساتل کيږي او يوه له هغو سيمو څخه ده چي ډېر مرغان ژوند پکښې کوي.