انځورونه: د آلمان په مونيخ یا مونشن ښار کي وسله وال بريد
په مونشن کي د احتمالي ۳ وسله والو په ډزو کي لږ تر لږه ۷ انسانان وژل سوي دي. د جمعې په ورځ په ماښام د اولمپیا مارکېټ ته نژدې او بيا د هغه دننه ډزو مرګ ژوبله رامنځ ته کړه. د دغه بريد په تړاو انځوريز راپور دلته کتلای سئ:
د آلمان د صدراعظمې انګېلا مېرکل په دفتر کي د مونشن د بريد په تړاو بېړنۍ غونډه راوبلل سوه.
د پوليسو وياند مارکوس دا گلوریا مارتینز د مونشن د بريد په تړاو خبريالانو ته معلومات ورکول.
د خبرونو له مخي لومړۍ ډزي د مونيخ يا مونشن ښار په منځ کي واورېدل سوې..
د دغه بريد په تړاو په لومړي سر کي د ۶ او وروسته د ۸ انسانانو د وژل کېدو خبرونه ورکول سول.
پوليسو په لوړ شمېر سره د اولمپيا سر پټي مارکېټ شاوخوا سيمه محاصره کړه.
د پوليسو د ملاتړ له پاره د بريد په سيمه کي څرخي الوتکي هم ګرځېدلې.
بريدګر د ډزو وروسته و اولمپيا کارکېټ دننه ته په تښتېدلو بريالي سول.
پوليسو د تښتېدلو بريدګرو د موندلو له پاره و سيمي ته ورتلونکي ټولي لاري بندي کړې.
د مونشن د مرکزي برخي فضا د امبولانسونو، پوليسو د موټرو او څرخي الوتکو شور نيولې وه.
پوليس د اورګاډو د لويو تمځايونو تر څنګ د ښار نورو حساسو ځايونو ته د امنيت نيونې په مقصد ورسېدل.
پوليسو د بريد له سيمي څخه د خلکو په خوندي ځايونو ته انتقالولو کي مرسته وکړه.
د بريد شاهدانو په لومړي سر کي وويل چي درې وسله وال يې وليدل.
پوليسو په لومړي سر کي دغه بريد يو «وسله وال بريد» وباله. خو وروسته يې وويل چي کيدلای سي چي دغه يو «ترهګر بريد» وي.
د جمعې په ورځ د ماښام د شپږو بجو څخه مخکي د مونيخ په مرکز کي ډزي واورېدل سوې.
پوليسو د مونشن له اوسېدونکو وغوښتل چي په خپلو کورونو کي دننه پاته سي.
د مونيخ دننه د هر ډول عمومي ترانسپورت تګ راتګ بند کړل سو.
پوليسو له مځکي او هوا څخه وضعه څارله.
پوليسو په مونيخ کي له انسانانو وغوښتل چي و بازارونو او ښار نورو برخو ته له تګ څخه دي صرف نظر وکړي.