انځورونه: تر اتومي تړون وروسته د ایرانیانو خوښي
د ایران او نړیوالې ټولنې تر منځ د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه جوړ جاړي ته تر رسیدو وروسته د ایران په ډیر شمیر ښارونو کې خلک سړکونو ته راووتل، نڅاوې یې وکړي او خپله خوښي یې څرگنده کړه. د نړیوالو خبري آژانسونه انځورونه
له نړیوالې ټولنې سره د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته د رسیدو د رپوټونو وروسته د ماښام شا او خوا ډیر شمیر ایرانیان سړکونو ته راووتل او خپله خوښي یې څرگنده کړه.
د «ایرنان» خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د تهران پرته، ایرانیانو په ډیر شمیر ښارونو لکه بوشهر، بروجرد، مشهد او ... کې خپله خوښي څرگنده کړه.
د ایران د اتومي پروگرام پر سر د توافق وروسته د سړکونو پر سر د ایرانیانو خوشحالي
تر دې دمخه د ایران د ا«نتظامي ځواکونو» ویاند سعید منتظر المهدي «د احتمالي اتومي توافق په جشن کې د خلکو تر څنگ د حضور» په هکله د دغو ځواکونو د چمتووالي خبره کړې وه.
د ایران د ۱۳ کلن شخړه ییز اتومي پروگرام پر سر د مذاکراتو وروستۍ دوره د ۵+۱ هیوادونو او ایران تر منځ د اتریش د پلازمینې ویانا په کوبورگ نومې هوټل کې یوه جوړجاړي ته په رسیدو ختمه شوه.
ایرانیان د اتومي توافق په هکله خپل جشن لمانځي
په دغه انځور کې هم دوه ځوانان لیدل کیږي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف انځور یې په لاسونو کې دی او خپله خوښي ښيي.
ایرن او د نړۍ شپږ قدرتونه (امریکا متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه او آلمان) چې د ۵+۱ په نامه هم یادیږي د خبرو اترو د یوې اوږدۍ دورې وروسته د ایران د اتومي پروگرام د شخړي د هواري پر سر توافق ته ورسیدل.
د ایران د اتومي پروگرام پر سر یوه توافق ته د رسیدو وروسته د اروپا د پارلمان مشر مارتین شولتڅ، له دغه تړون څخه د هرکلي په ترڅ کې هغه «د یوه نوي دور د پیلیدو» په توگه یاد کړ او روښانه یې کړه چې دا د ایران، سیمې او نړۍ د امنیت له پاره يو ښه توافق دی.
په ایران کې خلک اتومي پروگرام پر سر توافق ته د رسیدو وروسته خلک خپله خوښي ښيي.
په ایران کې د سړکونو پر سر د اتومي جوړ جاړي په هکله د خلکو خوښي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اتومي تړون په هکله توافق وستایه او ویې ویل چې اوس نړۍ کولای شي «د راحت سا» واخلي.
د اورپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسوولې فدریکا موگرینی، د ایران د اتومي پروگرام پر سر د جوړجاړي هرکلی وکړ او هغه یې «د ټولې نړۍ له پاره د هیلې نښه» وبلله. موگریني روښانه کړه چې دغه توافق به «په نړیوالو اړیکو کې نوی فصل» پرانیزي.
په ایران کې د سړکونو پر سر د اتومي پروگرام پر سر د جوړ جاړي په هکله د خلکو خوښي.
په ډیر شمیر ښارونو کې تر ماښام ناوخته پورې خلکو د سړکونو پر سر خپله خوشحالي څرگندوله.
د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د نړیوال سیاست او دیپلوماسۍ په برخه کې د ایران د اتومي پروگرام په هکله توافق د یوه اساسي بریا په توگه عنوان کړی دی.
په دغه انځور کې هم دوې میرمنې لیدل کیږي چې د ایران بیرغ یې په لاسونو کې دی او خپله خوښي څرگندوي.
د نړیوالو قدرتونو او ایران تر منځ د خبرو اترو وروستي دور کابو ۱۸ ورځې دوام وکړ او بالاخره د جولای میاشتې پر ۱۴مه نېټه د مذاکراتو ښکیل اړخونه د ایران د شخړه ییز اتومي پروگرام پر سره توافق ته ورسیدل.