انځورونه: انيس عامري څرنگه ووژل شول؟
د ايټالیا د کورنیو چارو د وزیر په حواله، په برلین کښې د کریسمس پر بازار تونسي بریدګر د ایټالیا په میلان سیمه کې له پولیسو سره په ډزو کښې ووژل شو. په دې جګړه کښې د ايټالیا یو پولیسو هم ټپي شوی دی.
انیس عامری له پولیسو سره په ډزو کښې ووژل شو
د پولیسو د سرچینو په حواله، د برلین د کریسمس پر بازار بریدګر وروسته له هغې چې د پولیسو د یوې ګزمې له خوا وپیژندل شو له هغه څخه یې د پیژندپاڼې غوښتنه وکړه، خو هغه خپله وسله راویستله او پر پولیسو يې ډزي وکړې.
د پیښي سیمه
رپوټونه همدا راز وايي چې د وژل شوي کس د ګوتې نخښې یا فنګر پرنټ د برلین د پیښې له بریدګر، انیس عامري سره تطابق لري.
پولیس د پیښې په سیمه کښې شواهد ټولوي
د ایټالیا امنیتي چارواکي وايي چې په دې وسله وال اخ و ډب کښې یو ایټالیوی پولیس ټپي شوی دی.
له انیس عامري سره د وسله والي نښتې سیمه
ایټالیوي چارواکي وايي چې له عامري څخه ترلاسه شوې وسله همغه وسله ده چې پولنډی لارۍ چلوونکی په وژل شوی. خو تر اوسه آلماني چارواکو د دې خبري پخلی نه دی کړی او ویلي یې دي چې دغه موضوع څیړنو ته اړتیا لري.
د انیس عامري تر وژل کیدو وروسته، خبري کنفرانس
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر «چپ لوري ته» په یوه خبري کنفرانس کښې دغه خبر له رسنیو سره شریک کړ.
د انیس عامري تیر وخت
د برلین په برید کې اصلي شکمن په آلمان کښې په مختلفو نومونو ځان ثبت کړی وو. د رسنیو د رپوټونو په حواله، هغه په ۲۰۱۱م کال کښې ایټالیا ته تللی وو او د يوه جرم له امله په څلورو کلونو بند محکوم شوی وو.
د انیس عامري سلفي انځور
دغه اخیستل شوی انځور د انیس عمري سلفي دی. دغه ۲۴ کلن مهاجر په تونس کښې زیږیدلی وو. هغه د برلین د خونړي برید یوازینی اصلي شکمن عامل وګڼل شو او وروسته له دې هغه په ټوله اروپا او آلمان کښې تر تعقیب لاندې وو.
د برلین له قربانیانو سره خواخوږي
آلمانیانو د برلین د خونړي برید له قربانیانو سره د خواخوږی شریکولو له پاره شمعې بلې کړي او پیغامونه یې ولیکل. په دې خونړي برید کښې ۱۲ کسان ووژل شول او لسګونه نور بیا ټپیان شول.
د انیس عامري خور
د انیس عامري خور د هغه په هکله له رسنیو سره خبرې کړي دي. د الشرق په نامه یوې ورځپاڼې د تونس هیواد شمال شرقي سیم ته خپل خبریال لیږلی وو چیري چې د انیس کورنۍ ژوند کوو.
په تونس کښې د انیس عامري کورنۍ
په ورته وخت کې دویچه ویله هم د انیس عامري له کورنۍ سره چې اوس هم په تونس کښې ژوند کوي، خبري کړي وې او د هغه د تیر وخت په هکله یې رپوټ جوړ کړی وو.