انځورونه: اروپا ته د افغانانو مهاجرت او ستونزي
هغه افغانان چي له هيواده د اروپا پر لور مهاجر کيږي، له ډيرو خطرناکو لارو تيريږي. په دغه انځوريز راپور کي د مهاجرو ستونزي وړاندي کيږي.
ايران ته مهاجرت
ناامني، بېکاري او فقر هغه څه دي چي افغانان دې ته مجبوره کوي چي نورو هيوادنو ته مهاجر سي. همدا اوس په ايران کي تر دوه ميليونه ډېر افغان مهاجر مېشت دي. په ايران کي د مهاجرت د خراب ژوند له کبله د دوی ډېرو اوس د اروپا خوا ته مخه کړې ده.
پاکستان ته کډوالي
په پاکستان کي هم د ايران په شان له کلونو راهيسي افغان مهاجر مېشت دي. په دغه هيواد کي اوس تر دوه ميليونه ډېر مهاجر ثبت سوي دي او په سوونو زره نور غير قانوني ژوند کوي. پاکستان هم د ايران په شان پر افغان کډوالو زور راوستی چي خپل هيواد ته گډي سي.
ترکيې ته مهاجرت
ترکيه هغه هيواد دی چي ډېر افغان مهاجر اروپا ته د رسېدو له پاره اول دغه هيواد ته ځانونه رسوي. دغه هيواد پخپله کډوال نه مني.
يونان ته مهاجرت
يونان د هغو مهاجرو له پاره چي دغه هيواد ته رسېدلي دي تر ټولو ستونزمن ځای دئ. په دغه هيواد کي پر مهاجرو باندي يرغلونه کيږي. په دغه هيواد کي په زرونو افغانان بې سرنوشته گرځي. يونان ته د اوبو له لاري تگ ډېر خطرناکه دی او ډېر انسانان په اوبو کي وژل سوي دي.
نورو اروپايي هيوادونو ته مهاجرت
ايټاليا ته رسېدل د مهاجرو يوه ستره هيله ده. د دغو کډوالو ډيری د انساني قاچاقبرانو په لومو کي لويږي او د پيسو تر اخيستلو وروسته ئې حتی په اوبو کي يوازي پريږدي او دوی ځني ولاړ سي.
په درياب کي ډوبېدل
له افغانستان څخه پاکستان يا ايران له هغه ځايه ترکيې يا يونان او بيا اروپا ته د مهاجرو په مخکي ډېري خطرناکي لاري وي. د سرحدونو د ساتونکو له فيرونو نيولې په درياب کي تر ډوبېدو پوري خطرونه لري. قاچاقبران دوی په داسي کښتيو کي کښېنوي چي هغه ډېره ژر ډوبيږي. په مديترانه درياب کي په زرونو انسانان ډوب سوي دي.
ځنگلي لاري
ډير پناه غوښتونکي د اروپا نورو هيوادنو ته د رسېدو له پاره له يونانه د ځنگلونو او اورگاډو په پټليو سره تعقيبوي. په دې لارو کي ډېر مهاجر يا په ځنگله يا د اورگاډو پر پټليو باندي وژل سوي دي. په دې وروستيو څو ورځو کي د افغانستان او سوماليا ۱۴ وگړي د شپې تر يوې اورگاډي لاندي او ووژل سول.
د اندونيزيا زندانونه
په زرونو هغه افغانان چي غواړي استراليا ته ځانونه ورسوي لومړی اندونيزيا ته ځي. که په ده هيواد کي ونيول سي په مياشتو او حتي کلونو په بند کي تيروي. له کډوالو سره د اندونيزا کړه وړه ښه نه دي او د مهاجرو د اوسېدو ځايونه ئې له زندان داسي وي. په دغه هيواد کي په وارو وار مهاجرو د نه خوړولو اعتصاب کړی دئ.
د استراليا خوب
هغه مهاجر چي استراليا ته د رسېدو خوبونه ويني ډيری ئې د اوبو لاري حرکت کوي او اخر هم داسي يوه ټاپو ته ورسيږي چي هلته هيڅ شی نه وي. څه موده دمخه استراليا داسي پريکړه وکړه چي هغه مهاجر چي غواړي دغه هيواد ته ځانونه ورسوي او دوی ئې ونيسي د «نوي پاپواگينه» ټاپو ته به لېږل کيږي.
بې سرنوشتي
هغه مهاجر چي اروپا او استراليا ته په رسېدلو بريالي سي له يوې بلي ستونزي سره مخامخ کيږي. د دې له پاره چي د دوی پر پناه غوښتنه باندي غور وسي په میاشتو مياشتو بايد په يوه کمپ کي ژوند وکړي چي هلته هم وضعيت ډېر خراب وي.
په زوره ايستل
نه يوازي ايران او پاکستان يو شمېر افغان مهاجر له خپلو هيوادنو په زوره باسي، بلکي يو شمېر اروپايي هيوادونه هم دغه کار کوي. په دې کي ناروې، انگلستان او سويډن هغه هيوادونه دي چي مهاجر «ديپورت» کوي. په افغانستان کي اوسني وضعيت ته په کتو سره د ډيرو هیوادونو دغه کړني تر نيوکو لاندي راغلي دي. په نړيواله کچه افغانستان تر سوريې وروسته دوهم هيواد دی چي ډېر خلک ئې مهاجر سوي دي.