انځورونه: احتجاج کوونکو د ستايش له پاره د "عدالت" غوښتنه وکړه
په کابل کي د مدني ټولنې يو شمېر فعالينو په ايران کي د ستايش په نوم افغانې ماشومې پر ضد د جنسي تېري او د هغې د قتل پر ضد احتجاج وکړ. هغوی د ياد قتل د عاملينو محاکمه او د مجازات کولو او د «عدالت» غوښتنه وکړه.
دغه انځور په کابل کي يو ګرافيتي نقاشي ښيي. په دغه کي ستايش قريشي نومي هغه افغان مهاجر ماشومه انځور سوې چي په ايران کي ورباندي جنسي تېری سوی او وروسته قتل سوې وه.
د ستايش له پاره د «عدالت» غوښتلو په مقصد دغه لاريون د کابل د شهرنو پارک څخه پېل سو. احتجاج کوونکو د ځان سره هغه اعلاميه درلوده چي هغوی غوښتل چي د ايران سفارت ته يې ورکړي.
افغان امنيتي چارواکو د امنيتي دلايلو پر اساس و احتجاج کوونکو ته اجازه ورنکړه چي د ايران تر سفارت پوري ولاړ سي.
لاريون کوونکي د ايران سفارت ته څېرمه پر څلور لاري راغونډ سوي ول. هغوی ويل چي تر څو چي و سفارت ته د تلو اجازه ورنکړله سي، احتجاج ته به ادامه ورکړي.
لاريون کوونکو چي د ځان سره کوم پرېکړه ليک درلود، په هغه کي د ستايش د قتل د عاملانو د مجازات کولو غوښتنه سوې وه. دغه پرېکړه ليک د ايران د سفارت تر څنګ د ملګرو ملتونو دفتر ته هم وسپارل سو.
د لاريون سره يو شمېر داسي هنرمندان مل ول، چي د ايران د سفارت د دېوال تر څنګ يې د کابل پر يو شمېر دېوالونو د ستايش انځورونه جوړ کړل.
په ايران کي د دغې ماشومي افغان مهاجرې قتل په ايران او افغانستان کي تر مخه هم احتجاجونه رامنځ ته کړي ول. په دواړو هيوادونو کي مدني فعالانو دغه قتل سخت غندلی او د عاملينو د محاکمې غوښتنه يې کړې.
د قتل دغه قضيه پر ټولنيزو رسنيو هم د تودو بحثونو موضوع ګرځېدلې ده. د کابل د دغه لاريون څخه څو ورځي تر مخه په باميانو کي هم د دغې انجلۍ د قتل پر ضد احتجاجونه سوي ول.
يو شمېر مدني فعالانو او افغان مهاجرو په تهران کي کوښښ وکړ چي د افغانستان د سفارت مخ ته اعتراضي غونډه وکړي، خو پوليسو هغوی ته اجازه ورنکړه.