انځورونه: آلمانيان له ښې هوا پوره خوند اخلي
څو ورځې کیږي چې په آلمان کې هوا ډیر ښه شوې او پسرلي هم خپلي ټولي ښکلاوي نندارې ته وړاندي کړې دي. دا چې هوا دومره ښه وه، نو آلمانیانو د اوونۍ دوې وروستۍ رخصتۍ څرنګه تیري کړې؟
په آلمان کې ډېر لږ وخت هوا دومره ښه وي چې ډیر کسان له خپلو کورونو د طبیعت ښکلا د لیدو له پاره راووځي. (انځور: د آلمان د براندنبورګ ایالت اوسیدونکې لیزا هوفمن، د جمعې په ورځ له خپل آس سره.)
د پنجشبې ورځ په آلمان کې د پلار ورځ او رخصتې وه. ډېرو کسانو د جمعې ورځ هم له خپلو دفترونو رخصتې واخیسته او په دې ترتیب سره یې څلور ورځې له ښې هوا پوره خوند واخیست. (انځور: کورنۍ د آلمان په سویل کې په تاکستانونو کې قدم وهي.)
د مونش ښار د ایزار سیند تر څنګ خلک ځانونو ته لمر ورکوي او له خپلو کورنیو سره میلې کوي.
د راین سند پر څنډه د پرتو ښارونو په سونو زرو اوسیندونکو هم د شنبې په ماښام د «اور لوبې» مراسم چې «راین په لمبو کې» په نوم یادیږي، شاهدان ول.
د «اور لوبې» تر مراسمو مخکي په لسونو زره کسانو د بن ښار په راین اور پارک کې په کنسرتونو او نورو میلو کې ګډون وکړ.
د هوا له ګرمیدو سره سر خلاصې حوضونه هم د خلکو پر مخ پرانیستل شوي دي.
د هامبورګ بندر ۸۲۷ کلن شو. سږ کال هم د هامبورګ بندر په جشن کې په سونو لویو او وړو کښتیو ګډون کړی وو.
د هامبورګ بندر د ۸۲۷ کلنۍ په جشن کې تر یو میلیون ډیرو کسانو ګډون کړی وو.
په دوسلدورف ښار کې خلک د کباب کولو په حال کې.
د آلمان د مکلن بورګ – فورپومرن ایالت د بولتن هاګ ساحل، د زرونو کسانو کوربه وو. که څه هم د هوا تودوخه یوازي ۱۰ درجې وه او ډیرو جرأت نه کاوه چې اوبو ته ولوېږي، خو بیا هم په ساحل کي ناست ول او له هغه یې خوند اخیست.
په ماینڅ ښار کې د کارنوال مراسم په یو څه ځنډ سره ولمانځل شول. تر دې مخکي دغه مراسم د خرابې هوا له کبله لغو شوي ول.
د یکشنبې په ورځ په سونو زره کسانو په ماينڅ ښار کې د کارنوال په مراسمو کي گډون وکړ.
بایرن مونشن پرلپسې څلورم وار اتل شو. ستیدیومونه د تل په څیر له خلکو ډک ول او ډیرو بيا لوبې په رستورانتونو او کورونو کې تماشه کولې.
د اروپا د کښتۍ چلونې اتلولي د آلمان په براندن بورګ ایالت کې وشوه. په زرونو کسان د دغو سیالیو لیدو ته ورغلي ول.
په دې ورځو کې د ایسکریم پلورونکو کاروبار ډیر ښه دی.
په دوسلدورف ښاره کې لمر لوېده. د هوا پیژندني رپوټونو په حواله په راتلونکو ورځو کې به د آلمان هوا یووار بیا باراني او سړه شي.