1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انقره نه غواړي نور بروکسل ته انتظار وکړي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۲۳, سه‌شنبه

ترکیه د دیموکراسي او اساسي حقوو په اړه د اروپایي ټولنې د پرمختگ کلني رپوټ ته انتظار باسي. دغه رپوټ په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د روانو مذاکراتو له پاره ډیر مهم دی خو ترکیه نوره له دې پروسې څخه ستومانه شوي بریښي.

https://p.dw.com/p/19zle
انځور: picture-alliance/dpa

۲۰۱۳ کال د ترکیې او اروپایي ټولنې تر منځ د سړو اړیکو کال ګڼل شوی دی. تر هر څه زیات د استانبول ښار په گازي پارک کې د سترو احتجاجونو پر وړاندې د ترکیې د پولیسو له تاوتریخوالي څخه ډک چلند د اروپایي ټولنې او ترکیې تر منځ د خوابدۍ لامل وگرځید.

په حقیقت کې بروکسل غوښتل چې د روان کال د جون په میاشت کې د ۲۲م فصل چې د «سیمه ییز سیاست او د تشکیلاتي-سیاسي قوانینو همغږۍ» په اړه دې، خبرې اترې پیل کړي خو آلمان او هالند له احتجاج کوونکو سره د ترکیې د حکومت د سخت چلند په غبرگون کې د دغو خبرو اترو د پیلیدو مخه ونیوله.

سربیره پر دې د مطبوعاتو آزادي چې انقره ترې بل ډول تعبیر او تفسیر لري، د شخړه ییزي موضوع په توگه پاتې ده. د اروپا د اتحادیې د ترکیې د پلاوي رئیس ماوریس ريبرت، نیوکه کوي چې په دې برخه کې «لا تر اوسه محدودیتونه پر ځای پاتې دي». په همدې وجه ريبرت فکر کوي چې د چهار شنبې د ورځې (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر ۱۶مه) له پاره کله چې د اروپا د اتحادیې کمیسیون د ترکیې په اړه خپل رپوټ وړاندې کوي، په هغه کې به په ترکیه کې سیاسي ویرونې او د ترکیې د رسنیو جبري سانسور تر بحث لاندې ونیول شي. نوموړی چې یو فرانسوي دیپلومات دی په ترکیه کې د بشري حقونو په برخه کې د یو«ستر پرمختګ» خبره کوي.

اروپايي ټولنه په ترکیې کې له مظاهره کوونکو سره د دولتي ځواکونو د چلند پر څرنګوالي باندې نوکه کوي.
اروپايي ټولنه په ترکیې کې له مظاهره کوونکو سره د دولتي ځواکونو د چلند پر څرنګوالي باندې نوکه کوي.انځور: Reuters

د ترکیې ستاینه هم شوې

انتقادونه او ستاینه څنگ په څنگ دي. تیره اوونۍ اروپایي ټولنې د ترکیې د لومړي وزیر اردوغان له لوري په اصطلاح د «دیموکراسي د بستې» ستاینه وکړه. په دغه بسته کې د نورو اقداماتو تر څنگ د حجاب په برخه کې نرمښت او د لږکیو له پاره د ډیرو حقوقو خبره هم شامل ده. د اروپایي ټولنې د لمن د پراخیدو کمیسار شتېفن فوله، دواړه ریفورمونه مثبت ارزوي.

د ترکیې لیوالتیا راکمیږي

ترکیې له ۲۰۰۵ کال راهیسې په رسمي توگه د اروپایي ټولنې د غړیتوب غوښتنه کړی دی. خو اوس په ترکیه کې په اروپایي ټولنه کې د شاملیدو سره لیوالتیا کمه شوې ده. یوې تازه نظر پوښتنې ښوولې ده چې له هرو دوو تنو څخه یو تن په اروپایي ټولنه کې د ترکیې له شاملیدو سره لیوالتیا لري. دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۴م کال کې له هرو څلورو پوښتل شویو کسانو څخه درې تنه یې په اروپایي ټولنه کې د ترکیې د شاملیدو پلويان ول.

اوس ان د ترکي سیاستوالو په منځ کې هم د ناهیلۍ لمن د پراخید په حال کې ده. د اروپا د چارو ترکي وزیر اېگمن باگیس، په دې نظر دی چې ښایي ترکیه هیڅکله د اروپا د اتحادیې غړی نه شي.

خو اقتصادي کارپوهان بیا په بل نظر دي. د ترکیې د صنعت او سوداگریزې اتحادیې (TÜSIAD) مشر محرم یلماڅ، په نظر که چیرې ترکیه اقتصادي وده، سیاسي ثبات او د دیموکراسۍ پروسه عملي کول غواړي نو دغه هیواد باید خپلې هڅې یو ځل بیا زیاتې کړي. د ترکیې د اقتصاد پخواني وزیر له حریت ورځپاڼې سره په خبرو اترو کې ورته نظر څرگند کړی دی.

کارپوهان د اروپایي ټولنې له غړیتوب څخه ملاتړ کوي

د اقتصادي چارو کارپوه او خبریال مصطفی زون میڅ، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د اقتصادي موخو په پام کې نیولو سره ترکیه د اروپایي ټولنې غړیتوب ته اړتیا لري.» د هغه په آند که چیرې د بهرنۍ پانگونې خبره مطرح کیږي نو دا مهمه ده چې هر اروپایي هیواد د اروپایي ټولنې د غړیتوب د ترلاس کولو کاندید اوسي.

د سیاسي چارو کارپوهه صنم آیدین، اروپایي ټولنه په ترکیه کې د دیموکراسي د پروسې د عملي کولو په ترڅ کې د ماشین په توگه یاد کړ. نوموړې کارپوهې له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې یاودنه وکړه چې «په تیرو پنځو کلونو کې دا خبره څرگنده شوه چې د اروپایي ټولنې د نفوذ پرته به د ترکیې دیموکراسي له درد او رنځ سره لاس او ګریوان وي».

نوموړې کارپوهه داسې اټکل کوي چې د اردوغان د اصلاحاتو نوې بسته به له اروپایي ټولنې سره په اړیکو کې کوم ښه واله رامنځ ته نه کړي. د هغې په وینا تر څو چې د قبرس ستونزه حل شوي نه وي ښایي د ترکیې د غړیتوب په اړه په خبرو اترو کې کوم پرمختگ و نه شي.