1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انقره: امریکا باید دوه اړخیز اړیکې د ګولن قرباني نه کړي

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د ترکيې د عدلي وزیر امریکا ته خبرداری ورکړی چې په پنسلوانیا کې د میشت ترکي مذهبي مشر فتح الله ګولن، له پاره دوه اړخیزې اړیکې قربانې نه کړي. انقره د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا پړه پر ګولن اچوي.

https://p.dw.com/p/1Jf60
Bekir Bozdag stellvertretender Premierminister Türkei
انځور: Ilker Kirmizi/YTB

د ترکیې د عدلیې وزیر بیکر بوزداګ، له دولتي خبري آژانس اندولو سره په مرکه کې وویل: «که چیرې امریکا متحده ایالات ګولن موږ ته ونه سپاري، نو دوی د یوه ترهګر له پاره له ترکيې سره اړیکې قربانوي.»

ترکیې څو ځلې له واشنګټن څخه د ګولن د سپارلو غوښتنه کړې ترڅو په دغه هیواد کې محکمه شي.

دا غوښتنه په داسې وخت کې کیږي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په مسکو کې له خپل سیال ولادیمیر پوتین، سره لیدنه کوي. داسې ښکاري چې انقره پر خپلې بهرنۍ تګلارې، له سره کتنه کوي چې کیدای شي په سوریه کې پر روانو حالاتو او د امریکا پر نقش هم اغیزه وکړي.

یوه لوړپوړي ترکي چارواکي خبریالانو ته وویل چې د ترکيې استخباراتي شبکې د یوه تلیفوني پروګرام د پرانیستو له لارې د ګولن شاوخوا ۵۶ زره پلویان په نښه کړي چې د ۲۰۱۴ له پیل څخه د ګولن د شبکې له خوا کارول کیږي.

بوزداګ پوښتنه کوي چې که چیرې ولسمشر اوباما له کورنۍ سره یوځای په رختصۍ وي او پر سپینه ماڼۍ برید وشي، د امریکا د متحده ایالاتو ځواب به څه وي؟

امریکا نه ده قانع شوې

د وال ستریت ژورنال ورځپاڼې په حواله امریکايي چارواکو د انقرې سندونه تر پوښتنې لاندې راوستي.

دغه ورځپاڼه همداراز وايي چې که څه هم دواړو هیوداونو د ګولن د ایستلو په سر خبرې هم کړي خو داسې تمه نه کیږي چې امریکا دې ګولن له دې هیواد څخه وباسي.

د ترکیې صدراعظم بینالي یلدیریم، په جولای میاشت کې له وال ستریت ژورنال ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې سندونه ډیر واضح دي او زیاته کړې یې وه چې «موږ پوهیږو چې نوموړی ترهرګر پر ترکانو او موږ باندې د ګن شمیر بریدونو مسوول دی.

یلدیریم ویلي دي، نه پوهیږي چې ولې امریکا متحده ایالات ګولن ترکیې ته نه سپاري.

تر کودتا وروسته

د جولای تر ۱۵ نیټې ناکامې کودتا په تور انقرې په زرګونو نظامیان، وکیلان، د پولیسو او د عامه خدموتو چارواکي یا له دندو ګوښه کړي او یا يې توقیف کړل.

د کودتا په پایله کې له ۲۴۰ څخه ډیر کسان مړه او نژدې ۲۲۰۰ نور ټپیان شول.

بوزداګ همدا راز زیاته کړه چې د جولای میاشتې د ناکامې کودتا په تړاو تراوسه په رسمي توګه ۱۶۰۰۰ کسان توقیف شوي. او د ۶۰۰۰ نورو نیول شوو کسانو دوسیې تر څیړنې لاندې دي. نوموړي همدا راز ویلي دي چې ۷۶۶۸ نور کسان د کودتا په اړه تر پوښتنو لاندې دي خو تر اوسه نه دي نیول شوي.