اندونیزیا د مسلمانې نړۍ د دیموکراسۍ ښه بیلګه
۱۳۹۱ تیر ۲۱, چهارشنبه
د المان صدراعظمه ۱۷ کاله پخوا هم اندونیزیا ته تللې وه خو هغه وخت میرکل د المان د چاپیریال ساتنې وزیره وه. میرکل وویل چې په دې موده کې د مسلمانې نړۍ دغه ستر هیواد چې ۲۴۰ میلیون نفوس لري، د ژوند په مختلفو برخو کې ستر پرمختګونه کړي دي. د اندونیزیا ۹۰ سلنه خلک مسلمانان دي.
لویدیځ د اندونیزیا دیموکراسي ته ډیری وخت د اسلام او مسحیت تر منځ د یو «پل» په سترګه ګوري. کله چې په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې، اندویزیا ته سفروکړ،هغې ویلي وو: «که چیرې څوک غواړي چې پوه شي چې ایا اسلام، دیموکراسي، عصریتوب او د ښځو حقوق دا ټول سره یو ځای ګډ ژوند کولای شي، نو اندونیزیا ته دې ولاړ شي.»
د المان صدراعظمې هم د خپل سفر په ترڅ کې کت مټ همداسې یو څه وموندل. میرکل د اندونیزیا ستر جومات وکوت چې په یوه وخت کې د ۱۲۰ زرو لمونځ کوونکو له پاره ځای لري. له جومات څخه څو قدمه لیرې د پروتستانت مسیحانو کلیسیا پرته ده. میرکل چې نه یوازې خپله پروتستانه مسیحي ده، بلکه د یو مسیحی ملا لور هم ده. هغې دغه کلیسا هم وکتله. هغې د خپل سفر د کلتوري برخې په پای کې وویل: «موږ اندونیزیا ته د پرمختګ د یو سوله ییز او د زغم څخه ډکې نمونې په توګه ګورو.»
په ۱۹۹۸ کال کې د سوهارتو د رژیم تر دیکتاتوري وروسته د جنوبي اسیا دغه هیواد د ژوند په مختلفو برخو کې بې سارې پرمختګونه کړي دي. که هغه د اقتصاد په برخه کې دي او که د پوهې او د تخنیک په برخه کی، اندونیزیا په ټولو برخو کې د پام وړ بریاوې لري.
اندونیزیا د نړۍ د ځمکی د تودوخې یا «جیوترمیک» سترې زیرمې لري. خو لا تر اوسه له دغو زیرمو څخه په بشپړه توګه کار نه دﺉ اخیستل شوی. المان غواړي چې له دغې انرژۍ څخه د استفادې له پاره له اندونیزیا سره په تخنیکي برخو کې همکاري وکړي.
د المان د انکشافي بانک کارپوه تورستن شنایدر، د دې خبرې پخلی کوي چې اندونیزیا کولای شي د خپلو صنعتي تولیداتو د انرژي اړتیا د ځمکې لاندې تودوخی له لارې پوره کړي.
د المان پانګه او پوهه
د ځمکې له تودوخې څخه د استفادې له پاره د اندونیزیا اوسنۍ دستګاوې د نوموړي هیواد دتیلو او ګازو د دولتي شرکتونو له خوا چلول کیږي. خو دا د دغه ستر هیواد د انرژۍ ټوله اړتیا پوره کولای نه شي. بهرنیو پانګو او تخنیکي مرستو ته اړتیا لیدل کیږي. د جاپان، استرالیا او امریکا متحده ایالاتو دالمان په ګډون په دې برخه کې ستره ونډه لرلای شي. المان اندونیزیا ته د ۳۰۰ میلیونه یورو مرستې وعده هم ورکړې ده.
د اندونیزیا ولسمشر سویلو بامبنګ یود هویونو، د المان له صدراعظمې انګلا میرکل، سره په لیدنه کې وویل: «اندونیزیا د المان په څیر له زرغونې انرژي سره ډیره زیاته لیوالیتا لري. که هغه له اوبو څخه لاس ته راځي او که لمر څخه او که د ځمکی له تودوخې څخه.»
دواړو حکومتونو د خپلو خبرو اترو په پای کې سره موافقه وکړه چی تر ۲۰۱۵ کال پورې به المان له اندویزیا سره همکاري وکړي چې په دې هیواد کې د زرغونې انرژي د تولید کچه ۲۵ سلنه ته ورسیږي.
دویچه ویله/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش