1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اندونیزیا ته د ولسمشر غني سفر

۱۳۹۶ فروردین ۱۶, چهارشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د چهارشنبې په ورځ اندونیزیا ته رسیږي. د سفر موخه د دې هیواد له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبري ده. دا سویل ختیځې اسیا ته د ولسمشر غني د سفر يوه برخه ده.

https://p.dw.com/p/2ahfo
Ashraf Ghani Archivbild November 2014
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تمه کېږي افغان ولسمشر او د اندونیزیا جمهوررئيس جوکو ویدودوؤ، پر دوو اړخیزو اړیکو او په افغانستان کې د سولې پر راتلو باندي خبري وکړي.

دې وزارت زیاته کړې ده: «افغانستان د اسلام د معتدله ارښتونو د ودي له لاري د سولې او امنیت پیاوړي کولو په برخه کې د اندونیزیا متحد دی.»

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولي او پخلايني بهیر ملاتر ته خپله ژمنتیا اعلان کړې ده. تمه کیږي چې دواړه هیوادونه به د زده کړي، زراعت او اداري اصلاحاتو په برخه کې موافقې لاسلیک کړي.

په اندونیزیا کې اوس نزدې ۴۰۰۰ افغان کډوال میشت دي او په یوه دریم هیواد کې د قبلیدو په تمه دي. غني تر اندوییزیا مخکې استرالیا ته هم سفر لاره.