1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انجلینا جولي هم د میرکل د کډوالۍ سیاست ستاېنه کړی

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د هالي وډ مشهورې فلمي لوبغاړۍ انجلینا جولي په اروپا کې د مهاجرت د کړکیچ پر مهال د آلمان د صدراعظمې انگلا میرکل د مثبت رول ستاینه کړی. هغې پر نورو اروپایې هیوادونو هم غږ کړی چې د میرکل په څیر مثبت نقش ولوي.

https://p.dw.com/p/1HJPq
انځور: AFP/Getty Images/S. Hamed

د آلمان خبري آژانس DPA په حواله انجلینا جولي په سلگونو زره کډوالو ته د ځای ورکولو له امله د آلمان ستاېنه وکړه. جولي د ډیر شمیر ستونزو سربیره د آلمان د صدراعظمۍ (کډوالو ته د ښه راغلاست) سیاست جاري ساتلو له امله د هغې ستاېنه وکړه. 

دغې امریکایۍ فلمي لوبغاړۍ د «ولټ ام زونټاگ» آلمانۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي ول: «آلمان د کډوالو اوسني بحران پر مهال د یو مستحکم رول په لوبولو سره په سلگونه زره کډوالو ته پناه ورکړې او د هغوې ژوند یې ژغورلی دی.»

انجلینا جولي د کډوالو له پاره د ملگرو متلونو د ادارۍ استازې هم ده. هغې دا هم وویل چې د کډوالو بار باید یوازې پر آلمان وانه چول شي، بلکې نور اروپایې هیوادونه او امریکا هم باید د کډوالو کړکیچ د حل په برخه کې خپل رول ولوبوي. 

انجلینا جولي د سوریي د شخړې د حل په برخه کې د انگلا میرکل د کوښښونو ستاینه وکړه. هغې وویل: «تر کومې اندازې چې ماته معلومه ده، انگلا میرکل د سوریې د شخړې سیاسي حل لارې د لټون په برخه کې ژمنه ده، کوم چې په اروپا کې د کډوالو د کړکیچ رامنځته کیدو اساسي لامل دی.»

انجلینا جولي د نړۍ له هیوادونو څخه هم وغوښتل چې په خپل وار سره په سوریې کې د کورنۍ جگړې د پای ته رسولو په برخه کې خپل رول ولوبوي. نوموړۍ زیاته کړه: « د یو انسان په ټوگه د دغو مسائلو له پاره د حل لارې لټول زموږه وجیبه ده».

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب