1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

انتخاباتي کميسون ، حامد کرزی د انتخاباتو ګټونکی اعلان کۍ

۱۳۸۸ آبان ۱۱, دوشنبه

د افغانستان انتخاباتي کميسون موجوده جمهورريس حامد کرزی داګست د مياشتي د انتخاباتو ګټونکی اعلان کۍ . ددې دمخه دغه کميسون د راتلونکي شنبې د انتخاباتو څخه تير سوی ؤ

https://p.dw.com/p/KLVL
بان کي مون او حامد کرزی په کابل کښي
بان کي مون او حامد کرزی په کابل کښيانځور: AP

انتخاباتي کميسون د انتخاباتو څخه د عبداله عبداله تر پر شا کيدو وروسته د اساسي قانون د کارپوهانو سره سلا مشورې وکړلې . د انتخاباتي کميسون دغه تصميم ،کابل ته د ملګرو ملتو دعمومي منشي بان کي مون تر ورسيدو لږ وروسته ونيول سو . بان کي مون هلته په جلا جلا ډول لمړی د جمهورريس حامد کرزي او پخواني خارجه وزير عبداله عبداله سره وکتل . د انتخاباتو څخه د عبداله عبداله تر منصرف کيدو وروسته کرزي اول اعلان کړی ؤ ،چه د راتلونکی شنبې په ورځ به د يوازني کانديد په حيث په دوهم واري انتخاباتو کښي برخه واخلي .

د آگست د مياشتي په لومړي روڼ انتخاباتو کښي خصوصأ دکرزي پر طرف باندي د سختو غلطيو او بې نظميو تور لگېدلی ؤ.

Dpa /

کتونکی : محمد قاسم نوري