امن انسټېټيوټ پر کار پيل وکړ
۱۳۸۵ بهمن ۲۳, دوشنبهامن انسټېټيوټ به د هېواد د ملي او نړيوالو ځوانو کارپوهانو د فعال کار، مشرانو کارپوهانو په سلا او ملاتړ او په عليګړ پوهنتون، هندوستان کې له سهيلي آسيايي مطالعاتو اکاډمۍ (اساس) سره د ګډو هڅو له لارې د وخت د نويو او عصري ګڼيال (ډېجيټال) وسايلو په مټ په منظم او سيستماتيک عملي او نظري ډول ښوونيز او روزنيز پروګرامونه پر مخ بيايي. دغه پروګرامونه به د هېواد په رسمي ژبو (پښتو او دري) او نړيواله ژبه (انګرېزي) په لنډمهالو (۳ مياشتنيو او ۶ مياشتنيو) او اوږمهالو (۱ کالنو او ۲ کالنو) سرټيفېکېټ او ډېپلومه پروګرامونو کې وړاندې کېږي.
افغان ميډيا- نړيواله (امن):
امن يوه خپلواک، ناپېيلی، نا سياسي، ناګوندي او ناګټندويه ټولنيز سازمان دی، چې پر ١٣٨٠ ل.ﻫ د يو شمېر افغاني ژورنالستانو، قلموالو، او علمي او فرهنګي شخصيتونو لخوا تاسيس او پر ١٣٨٢ ل.ﻫ يې د افغانستان له عدليې وزارت څخه رسمي جواز تر لاسه کړ. امن له خپل تاسيسه تر دې دمه نړيوالو او افغاني رسنيو ته د خبري، علمي او ټولنيزو تلوېزيوني، راډيويي انټرنېټي او چاپي پروګرامونو په جوړولو، د بشر حقوقو د راپورونو او چارو، روزنې او وړتيا لوړونې او د ژورنالېستانو د لارښوونې او حقوقو په برخو کې په ملي او نړيواله کچه فعاليتونه کوي.
د لا ډېرو معلوماتو لپاره:
افغان مېډيا- نړيواله ( امن)، امن انسټېټيوټ، موى مبارک جومات ته مخامخ، د رحمان بابا لېسې لويديځه کوڅه، دهبوري- کوټۀ سنګي، کابل
پوسټ بکس: ٢٠٢، مرکزي پوسټ، کابل- افغانستان
برېښليک: afghanmediaint@hotmail.com
ټېلېفون: 077-2038282, 0799-553774