امنیتي ځواکونه د تیارسئ حالت ته راوستل شوي
۱۳۹۳ خرداد ۲۰, سهشنبهد ولسمشریزو ټاکنو دواړه نوماندان هم په دې هڅه کې دي چې د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستیو ورځو کې په ډیری شمیر غونډو کې گډون وکړي، تر څو زیاتې رایې تر لاسه کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د سه شنبې ورځې تر پایه به ولسوالیو او انتخاباتي مرکزو ته د موادو د رسولو لړۍ هم بشپړه شي. دغه وزارت همداشان د ټاکنو کمیسیون ته لست استولی دی چې د هغې پر اساس به د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو ۶۳۵۶ مرکزونه پرانیستي وي او ۸۱۳ مرکزونه به تړلي پاتې وي.
د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه مرکزونه د ناامنۍ، د مواصلاتي لارو د سختوالي او په دغو سیمو کې د خلکو د کم نفوس له کبله تړلي پاتې کیږي. د کورنیو چارو وزارت ویاند د سه شنبې په ورځ وویل چې د ټاکنو د امنیت له پاره ټول چمتو والی نیول شوی دی.
ټاکنیز کمپاینونه په زور او شور کې دي
د سه شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند اشرف غني احمدزی، په کابل کې د لویې جرگې په خیمه کې د خپلو زرگونو ښځینه پلویانو پر وړاندې راڅرگند شو او ژمنه یې وکړه چې د هغوی له پاره به د پایداره او اوږد مهاله کاري ځایونو زمینه برابره کړي. د سه شنبې په ورځ له غرمې وروسته اشرف غني، د دیموکراسۍ په ټینگښت کې د رسنیو نقش تر نامه لاندې په جوړې شوې غونډې کې هم گډون وکړ.
د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله، د غور او میدان وردک، ولایتونو ته سفرونه وکړل او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د جوزا په ۲۴ ده ته خپله رایې ورکړي.
اشرف غني، د ښځو غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې پر نجونو باندې د زده کړو په برخه کې پانگونه په ټولنه کې بنسټیز بدلونونه رامنځ ته کوي او د دوی ټیم د نجونو د زده کړو له پاره واضحه پروگرامونه لري: «په راتلونکو کلونو کې موږ باید د ښځو د اجتماعي مصوونیت پر لور ولاړ شو. نن په زرونو کونډې لرو چې د خپلو کورنیو د نفقې مسوولیت پر غاړه لري. کله چې د یوې نجونې د تحصیل پر سر پانگونه وکړو، پنځه نسلونه تغیر کوي.»
ډاکټر عبدالله، د سه شنبې په ورځ د غور ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې له خپلو پلویانو سره ژمنه وکړه چې د گردن دیوار، د سړک په جوړولو سره به د دغه ولایت د اوسیدونکي په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راشي: «د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د خلکو نظر اخلي او د خلکو د نظر په مطابقت عمل کوي. د بريښنا بند جوړول، د معلمینو وضعیت ته رسیدگي، ۲۰۰ بستریز روغتون او د هوایي ډگر جوړیدل ستاسې غوښتنې دي او موږ پر هغې عمل کوو.»
ډاکټر عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې د غور ولایت د سړکونو په جوړیدو سره به د دغه ولایت خلک خپل زراعتي محصولات او نور اړین توکي په آسانۍ سره له یوه ولایت څخه بل ولایت ته انتقال کړي.