1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امنیتي ځواکونه دې په ټاکنو کې بې طرفه عمل وکړي»

حسین سیرت/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۱۳, شنبه

افغان ولسمشر د یوه فرمان په ترڅ کې امر کړی دی چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونه دې د ټاکنو په جریان کې بې طرفه عمل وکړي. د ولسي جرگې استازو هم له امنیتي نهادونو غوښتي دي چې د ټاکنو د امنیت د تأمین له پاره بشپړ چمتووالی ولري.

https://p.dw.com/p/19uAa
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران او همداشان د ملي امنیت ریئس د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر پنځمه) د ولسي جرگې عمومي غونډې ته ورغلي ول. دغه غونډې ته د چارواکو د ورتگ هدف په دغه هیواد کې د ناامنیو په اړه مخ پر زیاتیدونکو انديښنو ته ځواب ویل وو.

د ولسي جرگې زیاترو غړو په هغو ولسوالیو کې چې د نا امنیو او طالبانو له حضور څخه کړیږي، د محلي پولیسو پر تشکیل ټینگار درلود. افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت ورسپارلو وروسته د ټاکنو امنیت تأمینول او د افغانستان ساتنه د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو له درندو مسوولیتونو څخه شمېرل کیږي.

په ولسي جرگه کې د نورستان ولایت استازې پروین نورستانې وویل، تر هغه وخته چې د نورستان ولایت سرحدي ولسوالیو کې امنیت نه وي ټینگ شوی، آن د افغانستان په شمال کې به هم امن نه وي: «د نورستان ولایت د ولسوالیو نا امنه کیدل د دې ښکاروندوي کوي چې د افغانستان شمالي ولایتونه نا امنه کیږي. بیلگه یې دا ده چې د بدخشان یوې ولسوالۍ سقوط وکړ. ځکه چې طالبان له دې طریقه د بدخشان ولایت ته ولاړل.»

خو کله چې د وزیرانو د ځواب ورکولو وار راورسید، نو د ولسي جرگې مشر غونډه سري اعلان کړه. د ولسي جرگې مشر عبدالروف ابراهیمي پر دې استدلال کاوه، چې امنیتي مسائل باید رسنیو ته و نه وځي.

خو خبریالانو د ولسي جرگې دغه کار د بیان د آزادې د اصولو او نافذو قوانینو خلاف وباله او د دغه گام پر وړاندې یې اعتراض وکړ.

د ناامنیو د ډیریدو پر وړاندې انديښنې هغه وخت لا پسې زیاتې شوې چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د کران او منجان ولسوالۍ له حکومته رالاندې کړې. که څه هم دغه ولسوالۍ اوس بیرته د دولت لاس لویدلي دي، خو د ولسي جرگې استازي وایي چې د کورنیو چارو وزارت باید د محلي پولیسو ځای پر ځای کولو سره د طالبانو د فعالیتونو د ډیریدو مخه ونیسي.

په ولسي جرگه کې د بدخشان ولایت استازي زلمي مجددي، وویل کله چې امنیتي ځواکونه یوه سیمه د طالبانو له کنتروله آزادوي، د دغه ډلې وسلوال په یوه بل ځای کې راټولیږي او د څو ورځو په تیریدو سره بیا په عملیاتو لاس پورې کوي. هغه زیاته کړه:

«د کشم په ولسوالۍ کې همدا اوس شاوخوا ۶۰ طالبان حضور لري. تاسو باید د طالبانو د مانور ساحه محدوده کړي. که چیرې محلي پولیس و نه لرو، نو کلې او بانډې به د هغوې په اختیار کې وي.»

د هرات ولایت استازو هم له نا امنیو څخه شکایت وکړ. د هغوی په وینا د دغه ولایت نفوس په نظر کې نیولو سره د پولیسو تشکیل کم دی. د غلام فاروق مجروح په نوم د هرات ولایت یوه تن استازي وويل: «د هرات ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې کیدالای شي د محلي پولیسو شتون اغیزمن وي، خو له دې شرط سره باید تړلی وي چې وسلې د چا لاسونو ته پریوځي. خلک باید د دغو وسلو له کبله په آذیت کې نه وي او د امنیت په تأمینولو کې اغیرمنې وي.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي د جمعې په ورځ د انتخاباتو په بهیر کې د امنیتي ځواکونو د چلند د اصولو په باب یو دریالس ماده یي فرمان صادر کړ. په دغه فرمان کې له امنیتي ارگانونو څخه غوښتل شوي دي چې د ټاکنو امنیت په بې طرفې سره تأمین کړي او «له هر راز نژادي، قومي، جنسيتي، سمتي، ژبني او مذهبي تبعيض او تعصب څخه ډډه وکړي.»

په دغه فرمان کې همداشان له امنیتي ځواکونو غوښتل شوي دي چې انتخاباتي مرکزونو ته د غیر مسؤلو وسلوالو اشخاصو له ننوتلو څخه دې په جدي توگه مخنیوی وکړي.