1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امنيت شورا، جنوبي سوډان په بنديزنو گواښلی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۵, جمعه

په سویلي سوډان کي زور زياتی نه کميږي. اوس حتی د ملگرو ملتونو د کډوالو په کمپونو کي پر پنا اخيستونکو باندي يرغلونه سوي دي. دغه تاوتريخوالي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ډیره اندیښمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1BoG1
انځور: UN

په نيويارک کي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له خوا په يوه تصويب سوې بيانيه کي راغلي دي چي په سویلې سوډان کي د سوونو کسانو مرگ دوی ته سخت تکان ورکړی دی.

په عيني حال کي دغي شورا د احتمالي بنديزونو گواښ هم کړی دی، او ويلي يې دي چي «د مسئولو کسانو پر وړاندي به مناسب اقدامات وسي.» دغه اقدامات به د دواړو اړخونو په برخه کي وي هغه که ياغيان دي او که د سویلي سوډان حکومت. په بيانیه کي راغلي دي، ټولي هغي کړني چي بشري حقونه پکښي تر پښو لاندي کيږي بايد ژر تر ژره بندي سي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون، هم دواړو اړخونو ته د دوی د کړنو د پايلو په اړه خبرداری ورکړی دی، څو دغه هيواد د زور زياتي له څپو څخه وژغول سي.

د کډوال شمېر نور هم ډير سوی

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخي د سویلي سوډان د پخواني لومړي وزير ريک مشار پلويانو د بينتيو ښار د بيرته نيولو پر مهال تيره اوونۍ په سوونو کسان وژلي دي.

ياغيانو دوې ورځي هغه ملکي کسان چي دوی خپل دښمنان بللي دي هدف گرځولی وو او وژلي يې دي. خو ياغيانو دغه تورونه رد کړي دي او وايي چي دغه کار حکومتي ډلو ترسره کړی دی.

د امنيت شورا اوس د هغو ۲۳۰۰۰ کډوالو په اړه اندېښنه ښوولې ده چي د سویلي سوډان د بينتيو ښار د ملگرو ملتونو د کډوالو په کمپ کي مېشت دي. د بې سرحده ډاکټرانو ټولني په دغه کمپ کي د کډوالو د ژوندانه پر شرايطو باندي سختي نيوکي کړي دي او له ملگرو ملتونو څخه يې غوښتي دي چي هلته د اسانتياوو د برابرولو له پاره نوري هڅي هم وکړي.

په سویلي سوډان کي د ملگرو ملتونو ماموريت ويلي دي چي دغه کمپ د کورنۍ جگړې د کډوالو له پاره جوړ سوی نه وو. اوس مهال په دغه هيواد کي د ملگرو ملتونو په ۸ کمپونو کي نزدې ۷۸۰۰۰ انسانانو پنا اخيستې ده.

په سویلي سوډان کي د تيرکال د ډمسبر مياشتي په نيمايي کي د قدرت نيولو پر سر جگړو زور واخيست. په دغه هيواد کي د اوسني جمهور رئيس سلوا کېړ او د هغه د پخواني لومړي وزير ريک مشار ترمنځ د واک پر سر جگړه روانه ده. دغه دواړه په دوو بیلو قومونو پوري اړه لري.

دغه هيواد په۲۰۱۱ مېلادي کال کي تاسيس سوی چې د وسله والو جگړو په ترڅ کي تر اوسه پکښي په زرونو انسانان وژل سوي دي. د دغه هيواد ۹۰۰۰۰۰ انسان اوس هم د تېښتي په حال کي دي.