1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امنيتي تړون دي له یوه اطميناني جمهور رييس سره لاسليک سي»

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۵, جمعه

د امریکا متحده ايالاتو د ديموکرات ګوند يوه مخکښ سناتور له کابل سري د امنيتي تړون ژر لاسليکول تر سوال لاندي راوستي دي. د هغه په خبره تر دې ښه دی چي دغه تړون يو نوی «اطميناني» جمهور رييس لاسليک کړي.

https://p.dw.com/p/1AU5F
Carl Levin
انځور: AP

د امریکا متحده ايالاتو په سنا مجلس کي د پوځي چارو کمېټې رييس کارل ليوين د دغه هيواد جموررييس بارک اوباما ته په يوه ليک کي کښلي دي چي هغه غوښتنه چي کرزی دي د رواني مياشتي تر پايه پوري دوه اړخيز امنيتي تړون لاسليک کړي دې «عقيدې ته غلطه» لمن وهلې ده چي دې تړون ته واشنګټن تر کابل ډېره اړتيا لري.

ليوين ويلي دي: «متحده ايالات بايد کرزي ته ووايي چي که هغه نه غواړي چي دغه سند لاسليک کړي واشنګټن کولای سي چي يو بل جمهوررييس ته انتظار وباسي چي د راتلونکي کال په اپريل مياشت کي ټاکل کيږي.»

د اوباما ادارې ويلي دي چي دوه اړخيز تړون باید د روان مېلادي کال ترپايه پوري لاسليک سي. دغه تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته زمينه برابروي. واشنګټن دغه راز ويلي دي چي د دغه تړون نه لاسليکول له افغانستان سره ټولي سوي ژمني ځنډوي.

دوې اوونۍ وړاندي په کابل کي د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا را بلل سوي مشورتي لويي جرګې کرزي ته مشوره ورکړه چي له واشنګټن سره دوه اړخيز امنيتي تړون د روان کال تر پايه پوري لاسليک کړي.

خو کرزي وايي چي د تړون لاسليکولو ته شرطونه لري او دا چي دغه تړون دي تر ده وروسته راتلونکي نوی جمهور رييس لاسليک کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د تيري سه شنبې په ورځ د ناټو په مقر بروکسل کي د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کي وويل چي که کرزی د دغه تړون لاسليکول نه غواړي، د هغه د دفاع وزير کولای سي چي دغه تړون لاسلیک کړي.

خو د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د کېري د دې خبري په غبرګون کي وويل چي د دې تړون د لاسليکولو اجازه بې له ولسمشر کرزي بل هيڅوک نه لري.

ناټو هم ويلي دي چي که افغان ولسمشر حامد کرزی دغه تړون لاسليک نه کړي نو دوی به هم تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانستان ته د نوی روزنيز ماموريت په چوکاټ کي يو عسکر هم ونه لېږي.

د ناټو عمومي منشي اندرس فوغ راسموسن په بروکسل کي وويل: «دغه تړون بايد ژر لاسليک سي.»