1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا ۱۰ زره سوریایي مهاجر مني

۱۳۹۴ شهریور ۳, سه‌شنبه

لس زره سوریایي پناه غوښتني په امریکا متحدو ایالاتو کې د یوه نوي ژوند د پیلیدو هیله لرلای شي. متحدو ایالاتو د سوریایي مهاجرو د نه منلو په برخه کي نیوکې رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/1GLL2
انځور: picture-alliance/AP Photo/Emrah Gurel

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي، اعلان کړی دی چې هيواد به يې د ۲۰۱۵ مالي کال (د سپمتبر میاشتې تر پای) پوري له زرو تر دوو زرو سوریایي کډوال په خپله خاوره کې ومني. هغه ویلي دي چې په ۲۰۱۶مالي کې به هم متحد ایالات له پنځو زرو څخه تر اتو زرو پوري کډوال ومني.

په متحدو ایالتو کې هر مالي کال د اکتوبر مياشتي پر لومړۍ نېټه پیلیږي او د سپتمبر میاشتې تر دیرشمې نېټې پوري ادامه مومي.

د جان کربي په خبره متحد ایالات اوس د ۱۵ زره سوریایي کډوال د پناه غوښتني قضیو په اروزنه بوخت دي چې د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ته یې وړاندي کړي.

د امریکايي مقاماتو له خوا د وړاندي شوو ارقامو له مخې تر اوسه څلور میلیونه سوریایان د کورنۍ جگړې له کبله خپل ټاټوبي پرې ايښي دي. د سوريې ډېری کډوال په گاونډیو هیوادونو لبنان، ترکيه او اردن کې شپې او ورځي تيروي.

په سلونو زره مهاجر په اروپا کې د یوه نوي ژوند د پيلولو له پاره هڅې پیل کړي او له اروپایي هیوادونو په ځانگړې توگه آلمان څخه یې د پناه غوښتنه کړې ده.

پر امریکا متحدو ایالاتو باندي نيوکي هم کيږي چې سوريايي مهاجر نه مني. جان کربي په خپل خبري کنفرانس کې د دغو نیوکو په جواب کي وويل چې متحد ایالات د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې ډیر سوریایي مهاجر یې منلي دي او په امن لرونکو سیمو کې یې د هغوی د اوسیدو مالي لگښتونه پر غاړه اخیستي دي.

هغه وویل چې له ۲۰۱۱م کال څخه تر اوسه متحدو ایالاتو شا او خوا درې نیم میلیونه یورو مرسته د سوریې کډوالو ته ځانگړې کړې ده. هغه پر دې خبره باندي هم ټینگار وکړ چې په سوریه کې سیاسي لیږد د واشنگټن په لومړیتوبونو کې راځي، څو په دې ترتیب خپلو ټاټوبو ته د سوریایانو د بیرته ورگرځیدو زمینه برابره شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب