امریکا کې دوه تنه د ترهگرۍ په جرم محکوم شول
۱۳۹۳ اسفند ۵, سهشنبهامریکايي قاضي ویرجینا فیلیپس، اووه دیرش کلن سهیل عمر کبیر او ۲۶ کلن رالف دیلیون ته د ۲۵ کلونو بند سزا واوروله. څارنوالانو ویلي دي چې دغو دوو تنو د وسلو په برخه کې خپلې لومړنۍ روزنې په سویلي کلفورنیا کې ترلاسه کړې وې.
دغه دواړه د سپتمبر په میاشت کې ترهگرو ته د تجهیزاتو د رسولو او د امریکایي سرتیرو د وژلو دسیسې د جوړولو په جرم گرم بلل شوي وو.
دولین همداراز د قتل، بربنډونې او خرابۍ د رامنځ ته کولو په تورونو هم گرم بلل شوی وو. د څارنوالانو په وینا کبیر په ۲۰۱۰ کال کې دولین او یو بل کس له اسلامپاله افراطي سره اشنا کړي وو. تر هغه وروسته چې کبیر په ۲۰۱۲ کال کې افغانستان ته ولاړ، نو دولین او یو بل تن یې دې ته وهڅول چې له القاعدې سره یوځای شي.
تر هغې وروسته دولین د یوه بل کس په مرسته یو بل وگړی هم له خپل ځان سره یوځای کړ ترڅو ورسره د امریکا متحده ایالاتو بهر جگړه کې یوځای شي. دغه درې واړه کسان په ۲۰۱۲ کال کې د FBI له خوا هغه وخت ونیول شول چې غوښتل یې مکسیکو ته ولاړ شي. زیاته شوې ده چې هغوی پلان لاره چې بیا له مکسیکو څخه د افغانستان په لور پرواز وکړي. کبیر هم په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا نیول شوی وو.
کبیر په افغانستان کې زیږدلی دی او اوس د امریکا متحده ایالاتو تابعیت لري. دولین بیا له فلییپین څخه دی او د همدې هیواد تابعیت هم په لاس کې لري.