امریکا کندهار ته شل میلیونه ډالر ورکوي
۱۳۹۱ مهر ۲۸, جمعه
مقبل ویلي دي چې متحده ایالاتو ته ئې قناعت ورکړی دئ چې له کندهار ولایت سره مرستې وکړي. مقبل په کندهار کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي له پاره د ټولو له هڅو څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه: «موږ د دې ترڅنګ چې د قانون د پلي کولو مسئوليت لرو د کروندګرو له پاره د يوه ښه بديل او د بديل له پاره د بازار پيدا کولو مسئوليت هم لرو.»
کندهار ته بیله شوې بودجه به د دوو کلونو په ترڅ کې پر کرهڼیزو، روغتیايي او نورو بخشونو مصرف شي. دا شل میلیوني بودجه کندهار ته د Food Zone د پروگرام په ترڅ کې ورکول کیږي. دا بودجه لا تر اوسه پورې د متحده ایالاتو له خوا کندهار ته نه ده ورکړل شوې خو چارواکي وايي چې په نزدې راتلونکې کې به ئې تر لاسه کړي.
د کندهار والي توریالي ویسا هم ادعا وکړه چې د افغان دولت د هڅو په پایله کې په کندهار ولایت کې د کوکنارو کښت څلویښت سلنه راکم شوی دئ. هغه وویل: «په دې لار کې له موږ سره د کندهار ټولو دولتي او غیر دولتي کسانو تر خپل توانه پورې مرستې کړې ده.» ویسا زیاته کړه: «زموږ د کوښښونو نخښه دا ده چې نن کندهار ته ٢٠ ميلیونه ډالره ځانګړي کيږي او له دې سره به د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راشي.»
د کندهار والي وویل چې په کندهار کې د کروندګرو اقتصادي ستونزې له منځه ولاړې شي نو هغوی به هیڅ کله هم د کوکنارو کښت ته مخه نه کړي.