1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د افغان هوایي ځواک ځیني غړي قاچاق کوي؟

۱۳۹۰ اسفند ۱۸, پنجشنبه

په افغانستان کې د ناټو د روزنیزو عملیاتو ویاند د پنجشنبې په ورځ وویل چې ناټو هغه تورونه څېړي چي ګويا د افغان هوایي ځواک یو شمیر غړي د مخدره موادو او وسلو په قاچاق کې ښکیل دي.

https://p.dw.com/p/14H1H
انځور: AP

په افغانستان کې د ناټو د روزنیزو عملیاتو ویاند تیم ستوفر، ویلي دي چې دغه تورونه اوس تر څیړونو لاندي دي. ناټو د افغانستان د هوایي ځواکو د روزني دنده او لگښتونه پر غاړه لري.

د هغه په خبره اوس چارواکي پر دې خبره غور کوي چې آیا د دغو تورونو په اړه باید یوه هر اړخیزه څیړنه و شي او که نه.

دا خبر چې د افغانستان د هوايي ځواک یو شمیر غړي د مخدره توکو او وسلو په قاچاق کې ښکیل دي د لومړي ځل له پاره د والستریت ژورنال ورځپاڼي له خوا خپور شو. ورځپاڼه ليکي چي امریکایي چارواکي اوس د افغان هوایي ځواک له خوا د قاچاق او د کابل په هوایي ډگر کې د تیر کال د اپریل د میاشتي د پېښي تر منځ ارتباط څېړي. په دغه پېښه کې د افغانستان د هوایي ځواک یوه غړي اته امریکايي افسران ووژل.

په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې د کابل هوایي ډگر په پېښه کې برید کوونکی ښایي د غیر قانوني کارگو په لیږدولو کې ښکیل ول. د والستریت ژورنال ویلي دي چې په پېښه کې وژل شوي ډیر امریکایان هغه کسان ول چې د افغانستان د هوایي پوځ د الوتکو په واسطه ئې د غیر قانوني کارگو د لیږدولو قضیه څیړله.

ورځپاڼي زیاته کړې ده چې د افغانستان په هوايي ځواک کې د وسلو او مخدره موادو د قاچاق په اړه هغوی ته یو شمیر افغان او امریکایي چارواکو معلومات ورکړي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر له میاشتې د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر تر میاشتي پوري د افغان ځواکونو د روزلو او تجهیزولو له پاره ۱۲ میلیارده ډالر لگولي دي. په پلان کې ده چې په ۲۰۱۲ کال کې به هم شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالر په دې برخه کي مصرف کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم