1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په بگرام کې خپل زندان وتړه

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۲۰, پنجشنبه

څه د پاسه یوې لسیزې وروسته، امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې له خپل ستر زندان «بگرام» څخه ورستي زندانیان خپلو اړوندو هیوادونو ته سپارلي دي او د زندان مسوولیت یې افغان حکومت ته سپارلی دی.

https://p.dw.com/p/1E2S5
انځور: picture-alliance/dpa

د امریکا متحده ایالاتو یو چارواکي د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴ کال د دسمبر ۱۰ مه) وویل چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته، متحده ایالات هیڅ کوم زنداني په افغانستان کې نه لري. د متحده ایالاتو دغه تصمیم یوازې څو اوونۍ مخکې له دې اعلانیږي چې د روان میلادي کال د دسمبر په ۳۱ ټول نړیوال جنگي سرتيري له افغانستان څخه وځي او د متحده ایالاتو او ناټو نوی پوځي روزنیز ماموریت پیلیږي.

دغه چارواکي چې هویت یې بربنډ شوی نه دی وویل چې په افغانستان کې د امریکايي زندانونو څخه د «دریم هیواد وروستي بندیان» ولیږدول شول او د متحده ایالاتو پوځ نور په دې هیواد کې زندان او توقیف نه لري.

د بگرام له زندان څخه چې د پروان په ولایت کې پروت دی، د درو وروستیو زندانیانو ایستل په افغانستان کې څه د پاسه یوې لسیزې جگړې وروسته د امریکايي زندانونو او توقیفونو د فعالیتونو د پای ته رسیدو په معنی ده.

د ربړونې رپوټ

ویل شوي دي چی دوه بندیان چې په هغو کې یو یې د اسامه بن لادن پخوانی شخصي محافظ رضا النجار هم دی، د افغانستان توقیف ته د احتمالي قضايي تعقیب له پاره ولیږدل شول. د رپوټونو له مخې دریم زنداني چې خطر پیښوونکي نه گڼل کیږي، ښايي یو بل هیواد ته واستول شي.

افغان قضايي ارگانونو ته د النجار سپارل په داسې وخت کې تر سره کیږي چې د امریکا متحده ایالاتو د سنا مجلس د خپل هیواد استخباراتي اداره CIA تورنه کړې ده چې په تیرو څو کلونو کې یې د مشکوکو ترهگرو په ربړولو لاس پورې کړې دی. په دغه رپوټ کې د النجار نوم هم یاد شوی دی چې د امریکایانو په زندان کی ربړول شوی.

په رپوټ کې یادونه شوې ده چې دغه زنداني د تحقیقاتو په ترڅ کې په «یوه توره تیاره کوټه کې ساتل شوی، بې کیفیته خوارک ورته ورکړل شوی، په سخت سوړ او نا آرام حالت کی ساتل شوی، ۲۴ ساعته په زور موسیقي ورته اورل شوې، لاسونو او پښو ته یې زولنۍ اچول شوي او پر سر یې یوه کڅوړه کش کړای شوې ده.»

قضايي تعقیب

د دغه رپوټ په هکله د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما وویل چې د CIA له خوا د بشري حقونو دغه ډول سرغړونې «د امریکا حیثیت ته په نړۍ کی سخت تاوان رسولی دی.»

ملگري ملتونو غوښتنه کړې ده چې د امریکا متحده ایالاتو هغو چارواکو چې د سپتمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو وروسته یې د دغو ربړونو هدایت ورکړی او هغو کسانو چې دغه ربړونې یې سرته رسولی دي، باید د بشري حقونو د سرغړونو په تور محکمې ته ځواب ووايي.

د نړۍ د یو گڼ شمیر لوړ پوړو چارواکو او مشرانو په جمله کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د CIA د ربړونې پروگرام غندلی دی او هغه یې له نړیوالو منل شوو نورمونو څخه ښکاره سرغړونه گڼلې ده.