1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: په افغانستان کي د سولي شرايطو تغير نه دئ کړی

۱۳۹۰ دی ۱۴, چهارشنبه

د امریکا متحده ايالاتو د سه شنبې په ورځ وویل چي په ریښتنې توګه د سولي پروسې د پيلېدو له پاره باید طالبان له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي. طالبانو تيره ورځ اعلان وکړ چي په قطر کي ئې د خپل دفتر د پرانيستلو خبره منلې ده

https://p.dw.com/p/13daG
سپینه ماڼۍ وایي د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.
سپینه ماڼۍ وایي د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.انځور: picture-alliance/dpa

د سپيني ماڼۍ وياند، جيم کرني، ويلي دي چي امريکا په افغانستان کي د سولي د هر پرمختګ ملاتړ کوي:

«موږ په دې لار کي د هر پرمختګ ملاتړ کوو. دا د افغانانو په مشرۍ د سولي پروسه ده.»

د سپيني ماڼۍ وياند په خپلو خبرو کي دا هم روښانه کړې ده، چي په افغانستان کي د سولي شرايطو تغير نه دئ کړی. د هغه په خبره امريکا د افغانستان د سولي له بهير څخه ملاتړ او ګډون پکښي کوي:

«موږ تل پر دې خبره ټينګار کړی دئ، چي له طالبانو سره به يوازي هغه وخت سوله وشي چي هغوی له تروريزم سره خپلي اړيکي پرې کړي، له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.»

دا په داسي حال کي ده چي تيره ورځ طالبانو اعلان وکړ، چي د سولي د پروسې د پيل په اړه يوې موافقې ته رسېدلي دي او په قطر کي به خپل لومړی سياسي دفتر پرانيزي.

د وسله والو طالبانو تر دې اعلان وروسته د افغانستان د سولي عالي شورا او د بهرنيو چارو وزارت د هغوی ددې پريکړي هرکلی وکړ.

دا په تيرو لسو کلونو کي لومړی وار دئ، چي طالبان د افغانستان د سولي د بهير په اړه رسنيو ته داسي څه وايي. تر دې مخکي طالبانو تل د سولي د خبرو د پيل له پاره، له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوله.

خو اوس د طالبانو يوه غوښتنه دا ده چي د ګوانتانامو له زندان څخه د هغوی بنديان آزاد شي.

د سپيني ماڼۍ وياند هغي پوښتني ته نا جوابه پاته سو، چي ايا رشتيا هم د طالبان بنديان له گوانتانامو زندان څخه آزاديږي؟ هغه وويل چي دی دې سوال ته د جواب ورکولو صلاحيت نه لري. خو ټينګار ئې وکړ، چي متحده ايالات اوس هم غواړي د ګوانتانامو زندان وتړي.

د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت هم د افغانستان د سولي له بهير سره خپل ملاتړ ښودلی دئ. د دغه وزارت وياندي ويلي دي، چي که څه هم امريکا له طالبانو څخه داسي يو رسمي سند، چي په هغه کښي دي د قطر د دفتر له پرانيستلو سره موافقه شوې وي، نه دئ تر لاسه کړی. خو د هغې په خبره امريکا له دغه پرمختګ سره موافق او ملاتړ ئې کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل