امریکا پر ایران باندې نور تعزیرات وضعه کړي دي
۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبهاعلان
امریکا د ایران پر شپږو شرکتونو او د هغوی پر مدیرانو باندې د ډله ییزو وژنو د وسلو او راکټي تکنالوژي د معاملو له کبله تحریمونه وضعه کړي دي.
په واشنګټن کی د دغه هیواد د مالیې وزارت خبر ورکړ چې د هغوی ټوله شتمنې ئې د چهارشنبې په ورځ کنګل کړې ده او له امریکایي اتباعو څخه هم وغوښتل چې له هغوی سره هیڅ ډول تجارتي معاملې و نه کړي.
د دغو شرکتونو څخه دوه ئې د ایران د انقلاب د ګارد سره اړیکی لري.