1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: موصل کې داعش ملکي وگړي د انساني سپر په توگه کاروي

۱۳۹۵ مهر ۲۸, چهارشنبه

امریکا متحدو ایالاتو ویلي دي چې په اصطلاح د «اسلامي دولت» یا داعش جنگیالي له انسانانو څخه د سپر په توگه کار اخلي او ښایي د موصل په جگړه کې کیمیاوي وسلې وکاروي. موصل په عراق کې د دغې تندلار ډلې وروستی سنگر دی.

https://p.dw.com/p/2RPmu
Irak Mossul Truppen der Peschmerga bereiten Offensive vor
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Janssen

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یا پېنتاگون د سه شنبې په ورځ ویلي دي چې د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» جنگیالي له ملکي کسانو څخه د انساني سپر په توگه کار اخلي. 

د پېنتاگون ویاند جېف دیوس ویلي دي چې اسلامي دولت یا داعش په موصل کې د شا او خوا ۱،۵ میلیون کسانو د تیښتې مخه نیولې ده. دیوس خبریالانو ته ویلي دي: «موږ پوهیږو چې له هغوی [ملکي وگړو] څخه د انساني سپر په توگه کار اخیستل کیږي. هغوی د خپلې ارادې بر خلاف ساتل کیږي. په وروستیو ورځو کې کوم بدلون نه تر سترگو کیږي چې خلک دغه ښار پریږدي یا وتښتي.»

په عراق کې د مهاجرت نړیوال سازمان یا (IOM) مشر توماس وایس، ویلي دي چې دی هم اټکل کوي چې داعش به د موصل له اوسیدونکو څخه د انساني سپر په توگه کار واخلي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي: «موږ اندیښنه لرو او ځینې داسې شواهد شته چې داعش ښایي له کیمیاوي وسلو کار واخلي.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي په ځانگړې توگه ماشومان، زاړه کسان او معلولین له خطر سره مخامخ دي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د سه شنبې په ورځ ویلي وو چې له موصل څخه د زرونو کسانو د احتمالي تيښتې له کبله د یوه بالقوه بشري کړکیچ سره د مقابلې له پاره پر پلانونو او زیر بناو باندې کار کیږي. په داسې حال کې چې د موصل ښار د نیولو له پاره عملیات ادامه لري، ملگري ملتونه پر دې باندې کار کوي چې ښایي ۲۰۰ زره کسان سر پناه ته اړتیا ولري.

د کیمیاوي وسلو د استعمال اندیښنه

امریکايي ځواکونو ویلي دي چې دوی د کیمیاوي گاز د استعمال له پاره د مرمیو پاتې شوې چرې ازمویي. امریکایي ځواکونو د اکتوبر میاشتې پر پنځمه نېټه د عراقي ځواکونو پر ضد د داعش له لوري د فیر شوو مرمیو په چرو کې سولفور موستارد یا د یو ډول زهرجن گاز کارول تائید کړي وو.
 
خو په عین وخت کې امریکایي چارواکو په دې هکله شک څرگند کړی دی چې دغه تندلارې ډله دې د دې وړتیا ولري چې په ځانگړې توگه وژونکي اغیز لرونکي کیمیاوي وسلې جوړې کړی شي.

د موصل جگړه په دوو جبهو کې ادامه لري

د موصل ښار د بیرته نیولو له پاره د جگړې په دوهمه ورځ عراقي قوماندانانو د پرمختگ ادعا کړې چې په وینا یې په دوو جبهو کې یې تندلارې پر شا کړي دي. 


له داعش څخه د عراق د دوهم ستر ښار، د ولکه کولو له پاره پوځي عملیات چې له ډیر وخت راهیسې یې انتظار کیده د دوشنبې په ورځ پېل شول. په دغو عملیاتو کې شا او خوا ۳۰۰۰۰ ځواکونه برخه لري چې په ۲۰۱۱م کال کې له عراق څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته تر ټولو ستر عملیات یادیږي. عراقي ځواکونه له سویل څخه د ښار پر لور د حرکت په حال کې دي، په داسې حال کې چې بیا کردي ملیشې له ختیځ څخه پرمختگ کوي.


داسې اټکل کیږي چې اوس هم په موصل کې ۷۰۰ زره خلک اوسیږي. د داعش د جنگالیو شمیر بیا ۵۰۰۰ تنه اټکل شوی.


عراقي ځواکونه د متحدو ایالاتو په مشرۍ د یوه هوایي ائتلاف له ملاتړ څخه برخمن دي او داسې ادعا کوي چې د موصل په اطرافو کې یې له لسو کلیو څخه د داعش جنگیالي پر شا کړي دي.