1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له پاکستانه غوښتي چې نیابتي جګړه و نه کړي

۱۳۹۶ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د امریکا د ملي امنیت مشاور پاکستان ته خپل سفر پای ته رسولی. هغه په دې سفر کې له اسلام آباد څخه غوښتي چې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې یو شان مبارزه وکړي او په افغانستان کې د یو شمیر ترهګرو ډلو له نیابتي کارونې لاس واخلي.

https://p.dw.com/p/2bNSu
USA Generalleutnant H. R. McMaster und Dnald Trump in Palm Beach
انځور: Reuters/K. Lamarque

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاور جنرال مکماستر، پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې له لومړي وزیر نواز شریف، او د پوځ له مشر قمر جاوید باجوا، سره ولیدل.

په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوې بیانیه کې لیکلي دي چې مکماستر په خپلو لیدنو کې ټینګار کړی دی چې له هر ډول ترهګرۍ سره باید مبارزه وشي.

پاکستان تر سفر مخکې مکماستر د طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي وو: «امریکا متحده ایالات هیله لري چې پاکستاني مشران په دې پوه شي چې دا دې دوی په ګټه ده چې د ترهګرو ډلو پر ضد د پخوا په پرتله له لږ انتخابي ډول عمل وکړي.»

هغه زیاته کړې وه: «په هیواد او له هغه څخه بهر د خپلو ګټو د تعقیبولو له پاره تر ټولو ښه لار دا ده چې هغوی [پاکستاني مشران] له دیپلوماسي کار واخلي نه له نیابتي کړیو او تاوتریخوالي.»

مکماستر لومړی لوړپوړی امریکایي چارواکی دی چې د دونالد ترمپ د کار تر پیلیدو وروسته یې پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی. په دې سفر کې د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د ولسمشر ترمپ د هغې لیوالتیا هرکلی کړی دی چې غواړي د پاکستان او هندوستان تر منځ شخړه حل کړي.

ویل کیږي چې د ترمپ اداره د افغانستان او پاکستان په اړه پر نوي سیاست فکر کوي چې په کې دې هیواد ته اضافي سرتیرو استول هم شامل دي.