د زندانیانو تبادلې ته د امریکا چمتوالی
۱۳۹۱ مرداد ۱۸, چهارشنبه
برګدال چې اوس ۲۶ کلن دﺉ په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې له خپلې اډې څخه لادرکه شو. ویل کیږي چې هغه د طالبانو له خوا نیول شوی دﺉ او اوس د پاکستان په قبایلي سیمو کې ساتل کیږي. ویل کیږي چې له طالبانو سره د زندانیانو د تبادلې اصلي هدف د هغوی او امریکايي چارواکو تر منځ د سولې د خبرو اترو د بهیر بیا پیلول دي.
د رویترز خبري آژانس د ۲۰۱۱ کال په دسمبر میاشت کې د امریکا د هغې طرح په اړه رپوټونه خپاره کړل چې دې هیواد غوښتل د طالبانو پنځه بندیان له ګوانتانامو څخه قطر ته ولیږدوي.
خو طالبانو بیا د روان کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې له امریکا سره ئې د خبرو اترو لړۍ نښلولې ده ځکه چې د هغوی په خبره متحده ایالات قطر ته د طالب بندیانو د استولو په موضوع کې پر خپل موقف نه دي ولاړ.
اوس د اوباما حکومت ته نزدې کسان وایي چې هغه دې ته چمتو دئ چې دغه پنځه واړه بندیان قطر ته واستوي. ویل کیږي چې د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتو ځانگړي استازي مارک گروسمن، دغه وړاندیز د جون په میاشت کې د قطر چارواکو ته کړی دئ. د طالبانو یو شمیر استازي اوس په قطر کې میشت دي.
لا تر اوسه پورې سپینې ماڼۍ او د برگدال کورنۍ په دې اړه څه نه دي ویلي. د امریکا د ولسمشرۍ تر ټاکنو یوازې څو میاشتې مخکې د دې خبر خپریدل د ولسمشر اوباما له پاره کیدای شي ستونزې رامنځ ته کړي. له طالبانو سره د خبرو اترو پیل لا وختې د امریکا د سنا یو شمیر غړي په غوسه کړي دي.
د طالبانو د ډلې هغه پنځه تنه غړي چې کیدای شي له امریکايي سرتیري سره تبادله شي، د گوانتانامو له ډیرو خطرناکو بندیانو څخه شمیرل کیږي. د هغوی په ډله کې ملا محمد فضل چې د طالبان د واکمنۍ په دوره کې د دې ډلې د دفاع د وزیر مرستیال وو هم شامل دئ.
د امریکا د کانگرس ډیری غړي وایي چې کیدای شي دغه پنځه کسان تر ازادیدو وروسته بیا د امریکا پر ضد جگړه کې ونډه واخلي. د کانگرس د څیړنو له مخې د گوانتانامو له زندان څخه د ازاد شوو ۶۰۰ بندیانو له ډلې څخه شاوخوا ۱۵۰ تنو ئې بیرته ترهگرو عملیاتو کې ونډه اخیستې او یا هم پر هغوی باندې د داسې عملیاتو د تر سره کولو شک کیږي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم