1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له سوډان او تونس څخه خپلو پرسونلو ته د وتلو حکم کړی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۲۶, یکشنبه
https://p.dw.com/p/169wa

متحده ایالاتو په سوډان او تونس کې د دوی پر سفارتونو تر بریدونو وروسته، خپل اضافي پرسونل ته له دغو هیوادونو څخه د وتلو امر کړی دئ. پر دې سربیره متحده ایالاتو خپلو اتباعو ته دغو هیوادونو ته د نه سفر کولو خبرداری هم ورکړی دئ.

د القاعدې ترهگرې شبکې په منځني ختیځ، افریقا او لویدیځ کې د امریکایي تأسیساتو د په نښه کولو خبره کړې ده. د اسلامي هیوادونو په یو شمیر ښارونو کې مظاهره کوونکو د اسلام پر ضد د یوې خپرې شوي ویدیو په غبرگون کې په یو شمیر بهرنیو سفارتونو بریدونه تر سره کړي وو. د سعودي عربستان یو مفتي پر بهرنیو سفارتونو باندې بریدونه یو غیر اسلامي عمل بللی دئ. هغه ویلي دي چې یوه بې گناه کس ته د بل د جرم په تړاو سزا ورکول منع دي.