امریکا له بروندي څخه بهرنیان راباسي
۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۸, دوشنبهد ختیځي افریقا په هیواد بروندي کې د یوې ناکامې کودتا د هڅې وروسته، امریکا متحده ایالاتو په دغه هیواد کې اوسیدونکي امریکایي وگړي راایستلي دي. په واشنگټن کې د متحدو ایالاتو د دفاع وزارت یوه ویاند جېف راتیکه، ویلي دي چې په دغه هیوا کې د «نه اټکل وړ» وضعیت له کبله د یکشنبې په ورځ ۲۰ امریکایي وگړي گاونډي هیواد روانډا ته تللي دي. تر دې د مخه متحدو ایالاتو له څلورو کاناډایانو او نورو بهرنیانو سره د دغه هیواد په وتلو کې مرسته کړې وه.
د دیپلوماتانو د وینا له مخې اروپایي مرستندویه ټولنې هم خپل کارکوونکي له بروندي څخه راباسي. د فرانس پرس خبري آژانس یوه خبریال د غیر حکومتي سازمانونو د شا او خوا ۲۰ موټرو د یوه کتار د لیدو خبر ورکړی دی چې د رواندا پر لور د حرکت په حال کې وو.
د چهارشنبې په ورځ د کودتا هڅه
د چهارشنبې په ورځ جنرال گودیفروید نیومباره، د بروندي د ولسمشر پېر نکورو نزیزا، له واکه د گوښه کولو اعلان وکړ. دغه مهال ولسمشر په گاونډي هیواد تانزانیا کې وو. تر هغې دمخه څو اوونۍ د ولسمشر نکورو نزیزا له لوري د دریم ځل له پاره د ولسمشر په توگه د کاندیدو پر ضد احتجاجونه وشول. د هغه مخالفین وایي چې د دریم ځل له پاره د ولسمشرۍ مقام ته کاندیدل له اساسي قانون څخه سرغړونه ده.
د کودتا د پلویانو او د حکومت پلوه عسکرو تر منځ د سختو نښتو وروسته د جمعې په ورځ جنرال نیومباره، د کودتا د ناکامه کیدو اعلان وکړ او هیواد یې پریښود. خو امریکا متحده ایالات په دغه هیواد کې د «سیاسي ترینگلتیا» او د ناکراریو د رامنځ ته کیدو اټکل کوي.
ولسمشر نکورو نزیزا د یکشنبې په ورځ د کودتا د هڅې وروسته د لومړي ځل له پاره په عامه محضر کې راڅرگند شو. په پلازمینه بوجومبورا، کې په یوه غونډه کې هغه له خبریالانو سره روغبړ وکړ او مسکې بریښده. هغه د کودتا د هڅې په هکله هیڅ کومه یادونه و نه کړه. د هغه د سلاکار د وینا له مخې د می پر ۲۶ نېټه پارلماني او د جون میاشتې پر ۲۶ د ولسمشریزو ټاکنو نیټې ښایي یوه اوونۍ وروسته کړای شي.
د یکشنبې په ورځ په پلازمینه کې وضعیت آرامه وو. خو اپوزیسیون د دوشنبې د ورځې له پاره د احتجاجونو د تر سره کولو اعلان کړی دی.