1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له برما سره د تجارتي اړیکو له پاره دروازې پرانیستې دي

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/14xIQ

د امریکا متحده ایالاتو د برما یا اوسني میانمار څخه د سوداگرې او پانگې اچونې په برخه کې خپل لگول شوي بندیزونه بیرته لیرې کړي دي او دغه هیواد ته ئې په تیرو شلو کلونو کې د لومړي ځل له پاره خپل سفیر نومولی دئ.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په واشنگټن کې د میانمار د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي او امریکایي سوداگرو څخه ئې غوښتلي دي چې په دغه هیواد کې په مسئولیت سره پانگه اچونه وکړي. کلنټن په واشنگټن کې وویل چې متحده ایالات به داسې یو جواز صادر کړي چې امریکا به له دغه هیواد سره په مختلفو ساحو کې د پانگه اچونې اجازه ولري.