1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا عراق ته نور پوځي مشاورین هم واستول

مسعود جهش (Reuters, AFP, AP)۱۳۹۳ مرداد ۲۲, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو د عراق شمالي برخو ته ۱۳۰ اضافي پوځي مشاورین استولي دي چې له پوځیانو سره د یاغیانو پر وړاندې مبارزې کې مرسته وکړي. په همدې حال کې آلمان هم د مرستو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/1CtJH
انځور: Reuters

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هیگل، په کلفورنیا کې له خپلو ځواکونو سره د سه شنبې په ورځ د خبرو پر مهال وویل چې د عراق د کوردستان مرکز اربیل ته ۱۳۰ امریکایي سرتیري رسیدلي دي.

هیگل روښانه کړه چې د اضافي سرتیرو دغه ډله به د بشري ماموریت ساحه وڅیړي او د بشري مرستو له پاره به نور انتخابونه هم رامنځ ته کړي. اوس امریکا متحده ایالات د هوا له لارې په دې سیمه کې بند باتو عراقیانو ته مرستې رسوي.

د اسلامي حکومت په نوم افراطي ډلې د پرمختگ په پایله کې د ۳۰۰۰۰ یزدي لږکیو په گډون یو شمیر ملکي وگړي د سینجر غره په سیمه کې کلابند شوي دي.

تر اوسه پورې امریکایي ځواکونو په کارگو الوتکو کې دغې سیمه ته خوراکي مواد او د څښاک اوبه رسولي دي. پر دې سربیره امریکا متحده ایالاتو د اسلامي حکومت د جنگیالیو پر وړاندې دوه هوایي بریدونه هم ترسره کړي دي. امریکایي ځواکونو دا خبره هم تایید کړې ده چې په سیمه کې یې کوردي جنگیالیو ته وسلې او مهمات رسولي دي.

د اسلامي حکومت چې په رسمي توگه د داعش یا «د عراق او شام اسلامي حکومت» په نامه پیژندل کیږي په تیرو دوو میاشتو کې د عراق او سوریې ځینې برخې تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او اسلامي خلافت یې اعلان کړی دی.

هیگل دا خبره روښانه کړه چې د امریکا متحده ایالاتو وروستی اقدام سیمې ته د سرتیرو د استولو په معنی نه ده. هغه وویل: «څرنگه چې ولسمشر اوباما روښانه کړې ده موږ عراق ته د پخوا په څیر د یوه پوځي ماموریت له پاره نه ځو.»

د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې له ۱۳۰ اضافي امریکايي سرتیرو سره په عراق کې د واشنگټن د پوځي مشاورین شمیر ۳۸۰ تنو ته ورسید چې د دغه هیواد په بیلابیلو برخو کې په دندو بوخت دي. پر دې سربیره یو شمیر نور امریکایي سرتیري په بغداد کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت ساتنه کوي.

له بلې خوا د سه شنبې په ورځ د آلمان د دفاع وزیر اورزلا فون دیر لاین، اعلان وکړ چې برلین هم د نه وژونکو مرستو له لارې د عراق له پوځ سره همکاري کوي. په دې ترتیب سره به برلین د عراق پوځ ته زغرور موټر، د سرتیرو خولی، د شپې له خوا کاریدونکي دوربینونه او روغتیایي توکي ورکړي.

د آلمان خبري آژانس د فون دیر لاین په حواله لیکلي دي: «که پوښتنه د یوې عام وژنې د مخنیوي په اړه وي نو دا زموږ دنده ده چې د شونو کارونو په اړه سره تاوده بحثونه وکړو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب