1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا سوریې ته د توغندیو پر لیږلو انتقاد کړی

DW (dpa, Reuters, AP, AFP)/ سید ریاض۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۸, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د روسیې له لوري د سوریې حکومت ته د توغندیو له انتقال سره مخالفت ښودلی دی. په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری سوریې ته د مرستو د لیږلو د غوښتنې په اړه هم غور کوي.

https://p.dw.com/p/18aIM
انځور: dapd


د متحده ایالاتو د پوځ جګپوړي چارواکي جنرال مارتن دیمپسي، د جمې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د مې اوولسمه) ویلي دي چې د مسکو له لوري سوریې ته د بیړیو ضد توغندیو لیږل، د تاسف وړ یوه پریکړه ده. د هغه په وینا د مسکو له لوري سوریې ته د وسلو ورکولو پریکړه د سوریې د کورنۍ جګړې د دوامداره کیدو ګواښ رامنځ ته کوي.

د متحده ایالاتو د پوځونو لوې درستیز مارتن دیمپسي، د جمعې په ورځ په پینتاګون کې خبریالانو ته وویل: «دا په آخر کې د تاسف وړ پریکړه ده، چې د سوریې رژیم به زړه ور کړي او درد او رنج به لا پسې وغځوي.»

د نیویاریک ټایمز، ورځپاڼې د جمعې په ورځ د متحده ایالاتو د استخباراتي کړیو په حواله په خپل رپوټ کې ویلي دي، دغه نوي توغندي چې د مسکو له لوري سوریې ته انتقال شوي دي، د رادار پرمختللی سیستم لري.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې له دغه توغندیو څخه د سوریې له یاغیانو سره د نړیوالې ټولنې د هرې رنګې مرستې پر ضد استفاده کیدلای شي، چې په هغې کې سمندري محاصره، په هوایي قلمرو بندیز یا محدود هوایي بریدونه شامل دي.

د روسیې د ولسمشر ولادیمر پوتین ویاند د مسکو له لوري سوریې ته د Yakhont په نوم د توغندیو د پریکړې د انتقاد په سر د تبصرې څخه ډډه کړې ده. خو هغه ویلي دي چې روسیه به سوریې ته د توغندیو د انتقال د قراردادونو احترام وکړي او دا هغه څه دي چې د سړې جګړې راهیسې ادامه لري.

د ګډ دریځ غوره کول

د دیمپسي په خبري غونډه کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر چک هېګل، خبریالانو ته ویلي دي چې متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، روسیي ته د وروستي سفر موخه د سوریې د کړکیچ په اړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف سره ملاقات وو.

د هېګل په وینا متحده ایالاتو روسیه ته دا خبره په ډانګ پیلې توګه واضحه کړې وه چې د سوریې رژیم ته د توغندیو د لیږلو سره مخالفت لري. هېګل زیاته کړې ده چې سوریې ته د توغندیو لیږل به په دغه هیواد کې وضعه نوره هم خطرناکه کړي.

نړیوال کنفرانس

سوریې ته د وسلو د انتقال پریکړه په یوه داسې وخت کې تر سره کیږي، چې متحده ایالات او روسیه د سوریې د کړکیچ د ختمولو له پاره د یوه نړیوال کنفرانس د جوړیدو هلې ځلې کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د جمعې په ورځ د پوتین سره ولیدل او هغه ته یې وویل چې دغه غونډه باید ژر تر ژره تر سره شي. فرانسې ویلي دي چې دوی به په هغه یوه غونډه کې ګډون و نه کړي، په کوم کې چې د سوریې سیمه ییز متحد ایران ته په کې د ګډون بلنه ورکړل شي. خو مسکو بیا په دې نظر دی، چې تهران باید په خبرو اترو کې ګډون ولري.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د دغه سازمان د مرستندویه چارواکو په دغه غوښتنه غور کوي چې په سوریه کې دننه د مرستو رسولو ته اجازه ورکړل شي.

ملګري ملتونه وایي چې د سوریې په ۲۶ میاشتني کړکیچ کې تر ۸۰ زره زیات سوریایان وژل شوي دي او یو نیم میلیون کسان د خپل هیواد څخه کډه کولو ته مجبوره شوي دي.