1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا: د لویزیانا په ایالت کې بیړنی حالت اعلان شوی دئ

۱۳۹۱ شهریور ۷, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15xpD

د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما د لوېزیانا په ایالت کې د سمندري طوفان له امله په دغه ښار کې د بیړني حالت اعلان کړی دئ. داسې اټکل کیږي چې په لویه کچه د «آیزک» په نوم سمندري طوفان د سه شنبې په ماښام او یا د چهارشنبې په سهار دغې سیمې ته راورسیږي. له دغه سیمې څخه په زرونو کسان خپلو کورونو پريښودلو ته اړ شوي دي. اووه کاله تر مخه په هم دغه شپو او ورځو کې د قطرینه په نوم د سمندري طوفان له امله تر زرو زیات کسان وژل شوي وو.