1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د شمالي کوریا توغندیو ته دفاعي سیستم نصبوي

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

له شمالي کوریا سره د اتومي پروگرام د شخړي په ترڅ کې امریکا په سویلي کوریا کې د شخړه ایز دفاعي سیستم جوړولو تابیا کړې. روسیه او چین په دې هکله خوښ نه دي.

https://p.dw.com/p/2bvLU
THAAD Raketenabwehrsystem
انځور: picture alliance/ZUMAPRESS/B. Listerman

له شمالي کوریا سره ترینگلتیا زیاتیدو ته په کتو سره، امریکا خپل پوځي قوت ښيي. د سویلي کوریا د دفاع وزارت خبر ورکړی دی چې د (THAAD) په نوم توغندیو دافع هوا سیستم د پرزو لومړني کانتینرونو گیونگسانگ ولایت ته رسیدلي دي. زیاته شوې ده چې دغه سیستم به د روان میلادي کال تر پايه پورې فعالیت ته چمتو وي.

په مارچ میاشت کې په پاسفیک یا آرام اوقیانوس کې د متحدو ایالاتو کوماندو ځواکونو هم خبر ورکړی وو چې د (THAAD) په نوم دافع هوا سیستم لومړنۍ پرزې سویلې کوریا ته رسیدلي دي. ویل شوي دي چې دغه سیستم د لنډ او منځني واټن ویشتونکو توغندو د دفع کولو او همداشان د ځمکې تر اتوموسفیر یا فضا دباندې توغندیو د ویجاړولو ظرفیت لري.

چین د تاد، په واسطه د خپلو امنیتي گټو د خطر احساس کوي. ځکه دغه پرمختللی سیستم د پیکینگ د توغندیو پوتنسیال هم تر اغیز لاندي راوستی شي او په آرام سمندرگي کې د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د یوه احتمالي برید ستراتیژۍ ته زیان اړولای شي. همداشان روسیه هم په سویلي کوریا کې د توغندیو د دغه دفاعي سیستم د ځای پر ځای کیدو مخالفت کوي.

د سه شنبې په ورځ د متحدو ایالاتو د «یو اس اس مشیگن» په نوم اوبتل د سویلي کوریا بوسان نومي ښار ته ورسید. په داسې حال کې چې په همدغه ورځ شمالي کوریا د خپل اردو د تأسیس د ۸۵ کلیزي په ویاړ تمرینات کول او یو ځل بیا یې د اتومي گوزارونو گواښونه وکړل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د خپل پخواني سلف بارک اوباما په پرتله د شمالی کوریا پر ضد د سختو اقداماتو اعلان کړی دی او د دغه کمونيستي هیواد پر وړاندې یې د کوم احتمالي پوځي برید خبره هم نه ده رد کړې.

بوسان، ښار ته د امریکایي «یو اس اس مشیگن» نومې اوبتل رسیدل
انځور: Reuters/U.S. Navy/J. Ralliford

سویلي کوریا او امريکا اټکل کوي چې د کیم جونگ رژیم اوسمهال د توغندیو او اتومي ازمویونو په تیارۍ بوخت دی. د ملگرو ملتونو پریکړه لیکونه شمالي کوریا له دغسې ازمویونو څخه منع کوي.

زموږ له ارشيف څخه: