امریکا د سوریې رژیم ته خبرداری ورکړ
۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعهاعلان
د امریکا حکومت د سوریې مشرتابه ته د الیپو په ښار کې د جگړې له کبله خبرداری ورکړی دئ. د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوې ویاندې ویکتوریا نولند، ویلي دي چې د سوریې د رژیم پوځ د پاڅون کوونکو پر وړاندې له ټانکونو، څرخي الوتکو او جنګي الوتکو څخه کار اخلي.
د الیپو په ښار کې له شپږو ورځو راهیسې د پاڅون کوونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ سختې نښتې روانې دي. پاڅون کوونکو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دغه ښار نیمایي برخه د دوی په کنترول کې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې اړه خپلواکو رسنیو څه نه دي ویلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې نولند زیاته کړې ده چې پر دې سربیره پر سوریې باندې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه پوځي برید خبره هم له امکان څخه لیرې بریښي.