1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د سمندري توپان له گواښ سره مخامخه ده

۱۳۹۱ آبان ۸, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو په ختيځ کې د ساحلي سيمو څه نا څه پنځوس میليونه اوسیدونکي د «سندي» په نوم یوه توپان له گواښ سره مخامخ دي. دا توپان ورو ورو د دغو سیمو په لور نزدې کیږي.

https://p.dw.com/p/16YbM
انځور: dapd

دا سمندري توپان د امريکا د تيرو سو لسيزو په تاريخ کي بې ساری دی. د دغه هيواد د ختيځ ساحلي سيمو ستر ښارونه لکه واشنګتن، نيويارک او بوستون د دغه تباه کوونکي توپان د ورانيو د مخنيوي له پاره تيارﺉ نيسي.

ويل شوي دي چي دغه سمندري توپان به د دوشنبې په ورځ ماښام وچې ته ورسیږي. د حکومت د وړاندوينو له مخې تر ۵۰ میليونو پورې امريکايان د دغه سمندري توپان د ورانيو له ګواښ سره مخامخ دي.

له دغه توپان سره سخت باران، واوره او سيلابونه جوخت دي او د بريښنا د غوڅيدو گواښ هم رامنځ ته شوی دی. د نيويارک په ښار کې ښوونځي رخصت دي. د نيويارک ښاروال ميکايل بلومبرګ، امر کړی دی چې د دې ښار ۳۷۵ زره اوسيدونکي چي ساحل ته نژدې ژوند کوي ځانونه خوندي ځايونو ته ورسوي.

خلکو مخکې له مخکې د څښاک اوبه او خوراکي توکي رانيولي او زيرمه کړي دي. دغه راز هغوی لاسي څراغونه، د راډيو بطری او داسې نور د اړتيا وړ توکي رانيولي دي چې د بريښنا د غوڅيدو په صورت کې په توره تياره او نا خبری کې پاتې نه شي.

د متحده ايالاتو په ډيرو ايالاتونو کې بيړنی حالت اعلان شوی دی. د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما، د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د «سندي» نومې توپان ګواښ دی جدي ونيول شي.

هغه وويل: «دا يو جدي او ستر توپان دی. د متحده ايالاتو هغو خلکو ته چې د ختيځ په ساحلي سيمو او دغه راز د منځني اقيانوس تر شمال ساحل پورې سيمو کې ميشت دي زما پيغام دا دی چې تاسې د دغه توپان ګواښ جدي ونيسئ.»

د دغه توپان د ګواښ له امله د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشري ټاکنو مبارزې هم ځنډول شوې دي. واکمن ولسمشر بارک اوباما او دغه راز د هغه سيال ميت رامني دواړو خپل انتخاباتي مبارزې ځنډولې دي چې د دغه توپان له بريد څخه په امان کې پاتې شي.

سربيره پر دې امريکا متحده ايالاتو ته رسیدونکی او له دې هیواد څخه نورو هیوادونو تر سره کیدونکي څه د پاسه ۵۰۰۰ پروازونه هم فسخ شوي دي. د توپان له ګواښ سره په مخامخو ښارونو کې په ډیری مغازو کې ټول خوراکي توکي او د ژوندانه نور د اړتیا شیان پلورل شوي دي.

نيويارک، واشنګتن او بوستون چي د توپان له گواښ سره مخامخ دي د امریکا له ډیر نفوس لرونکو ښارونو څخه شمیرل کیږي. د يکشنبې په ورځ په نيويارک کې د ځمکې لاندې اورګاډي سيستم (Subway) په ټپه درول شوی وو. همداراز دغه ښار ته او له هغه څخه بهر تلونکي ۷۴۰۰ پروازونه هم فسخ کړای شوي ول. د رپوټونو له مخې د نيويارک د اسعارو بازار د سوداګرو پر مخ تړل شوی دی خو ویل کیږي چې دغه بازاد ک کمپیوتر له لارې اوس هم فعاله دی.

هوا پيژوندکي خبرداری ورکوي چې ښایي په نيويارک او نيوجرسي کې د دغه سمندري توپان له امله د اوبو سطح تر ۳.۳ مترو پورې لوړه شي. د سندي نومي توپان سرعت په یوه ساعت کې تر ۸۰۰ کيلو مترو پورې اټکل شوی دی. له داسې يوه سرعت سره نو دا توپان کولای چې هر هغه څه چې مخې ته راځي ویجاړ کړي.

عبدالباری حکيم (AP, Reuters, AFP)
کتونکی: مسعود جهش