1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکا د خپل سرتیري د آزادیدو هڅه کوي»

فرانس پرېس، اسوشیتد پرېس/ سید ریاض۱۳۹۲ بهمن ۲۹, سه‌شنبه

واشنگټن هڅه کوي چې له طالبانو سره د خپل یوه امریکایي سرتیرې د آزادیدو په اړه خبرې پیل کړي. په عین وخت کې ویل شوي دي چې د افغانستان د سولې د عالي شورا یو پلاوی له طالبانو سره د خبرو له پاره دوبی ته ځي.

https://p.dw.com/p/1BAln
انځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images

واشنگټن پوسټ د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۱۷مه) رپوټ ورکړی دی چې د گوانتانامو له زندان څخه د پنځو طالب بندیانو د آزادیدو په بدل کې امریکا د خپل نیول شوي سرتیري ډلگي مشر بو بېرگدال، د آزدیدو هڅه کوي. دغه امریکایي سرتیری په ۲۰۰۹م کال کې نیول شوی وو. د واشنگټن پوسټ د وینا له مخې امریکا متحده ایالات دغه هڅه له افغانستان څخه د روان کال تر پایه د خپل جنگي سرتیرو د رواتلو تر مخه کوي. نوموړې ورځپاڼې دغه رپوټ د اوسنیو او پخوانیو چارواکو له قوله ورکړی دی.

نوموړې ورځپاڼه زیاتوي چې د دغه تبادلې په ترڅ کې به واشنگټن د گوانتانامو څخه پنځه بندیان آزاد کړي او د قطر هیواد په اختیار کې به یې ورکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات ویاندې جان ساکي، د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه د متحده ایالاتو د هڅو تفصیلات په ډاگه کولای نه شي، خو زیاته کړې یې ده «چې په دې کې هیڅ شک نه شته چې موږ هره ورځ د پوځي، استخباراتي او دیپلوماتیکو لارو چارو کار کوو، تر څو ډلگی مشر بیرگدال په خوندي توگه خپل کور ته راستون شي.»

د واشنگټن پوسټ د وینا له مخې لا تر اوسه په رسمي توگه دغه وړاندیز نه دی شوی او زیاته کړې یې ده چې داسې گمان کیږي چې بیرگدال به یو چیرې په پاکستان کې د حقاني له شبکې سره وي.

بېرگدال لومړنی امریکایي سرتیری دی، چې د طالب جنگیالیو له لوري نیول شوی دی. د جنوري په میاشت کې متحده ایالاتو د بیرگدال د ژوندي پاتې کیدو په اړه یوه ویډیو تر لاسه کړې وه. دا لومړنی ثبوت وو چې بیرگدال کابو له درې کلونو د بند تیرولو وروسته هم ژوندی دی.

بیرگدال د ۲۰۰۹م کال د جون په میاشت کې په پکتیکا ولایت کې له خپلې پوځي اډې څخه لادرکه شوی وو او بیا وروسته طالبانو وویل چې دوی نوموړی امریکایي سرتیری نیولی دی.

تر دې دمخه هم امریکایي چارواکو د بیرگدال په اړه له گوانتانامو څخه د پنځه بندیانو د ممکنه تبادلې په اړه غور کړی وو، خو په دې اړه کوم جوړجاړی رامنځ ته شوی نه وو.

په پیښور کې د طالبانو پخوانی وزیر وژل شوی

د فرانسې د خبري آژانس د یوه بل رپوټ له مخې د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د طالبانو یو پخوانی وزیر چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو پلوي وو، وژل شوی دی. په پاکستان کې د افغاني طالبانو یوه تن غړي د فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي دي: «وسلوالو برید کوونکو مولوي عبدالرقیب چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کډوالو چارو وزیر، هغه وخت ځای پرځای په ډزو وواژه چې په موټر سایکل باندې سپور وو.»

له افغانستان څخه د طالبانو یوه بل غړي نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې مولوي عبدالرقیب په پیښور کې د هغه یوه گروپ برخه وه «چې له افغان حکومت سره د سولې د ممکنه خبرو اترو په برخه کې د اړیکو ساتلو پلوي وو.» د پیښو د پولیسو یوه تن جگپوړي چارواکي محمد فیصل د مولوي عبدالرقیب وژل تائید کړي دي.

معتصم آغاجان
معتصم آغاجانانځور: Strdel/AFP/Getty Images

د طالبانو یوه بل تن پخواني وزیر معتصم آغاجان په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دي چې د پاکستان د پیښور او کوټې په ښارونو کې د افغان طالبانو مشران او قوماندانان وژل کیږي. په دغه بیانیه کې راغلي دي: «مولوی عبدالرقیب د یوه سوله ییز افغانستان له پاره کار کاوه.»

د سولې خبرې اترې

د مولوي عبدالرقیب د وژل کیدو پیښه په یوه داسې وخت کې رامنځ ته کیږي چې د رپوټونو له مخې د افغانستان د سولي د عالي شورا یو پلاوی متحده عربي اماراتو ته له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره ځي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پخواني وزیر معتصم آغا جان، د اسوشیتد پریس خبري آژانس ته ویلي دي په لومړني سر کې به په دوبۍ کې یو دفتر او د خبرو اترو له پاره به یوه کمیټه جوړه شي چې د کرزي له استازو سره د رسمي خبرو اترو د تر سره کولو له پاره وویني.

د افغانستان د سولي د عالي شوری یوه تن غړي د اسوشیتد پرېس خبري آژانس ته د نوم د نه افشا کیدو په شرط ویلي دي چې د معتصم او د سولې د عالي شوری تر منځ لا تر مخه غیرې رسمي خبرې اترې تر سره شوي دي.