امریکا: د توپان له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۹۰ تنو ته لوړ شوی
۱۳۹۱ آبان ۱۲, جمعهاعلان
په متحده ایالاتو کې د ولسمشرۍ د ټاکنو څخه څو ورځې تر مخه ولسمشر بارک اوباما، د نیویارک د ښاروال میشایل بلوم بیرگ، ملاتړ تر لاسه کړی دی. بلوم بیرگ چې پخوا د جمهوري غوښتونکي په گوند کې وو او په اوسني وخت کې له هیڅ کوم گوند سره تړاو نه لري د سمندري طوفان له ناورین څخه وروسته د بارک اوباما د بیا انتخابولو خبره کړې ده او د دغې خبرې له پاره دلیل د بارک اوباما د هوا او اقلیم ساتنې په اړه سیاست دی.
د بلوم بیرگ په وینا بارک اوباما د میت رومني په پرتله د اقلیم ژغورنې په برخه کې مهم گامونه اخیستي دي په ځانگړې توگه د سندي د طوفان پر وخت چې دغه ښار ترې سخت اغیزمن شوی وو. د رسنیو د رپوټونو په حواله په متحده ایالاتو کې د دغه طوفان له امله شاوخوا ۸۸ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي.