امریکا د ایران پر متحدو بانکونو باندې تعزیرات وضع کړل
۱۳۹۱ مرداد ۱۱, چهارشنبهاعلان
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما، له ایران سره د اتومي شخړې له کبله پر دغه هیواد باندې نوي تعزیرات وضع کړي دي. سپینې ماڼۍ خبر ورکړی دئ چې په دغو تعزیراتو کې د کونلون په نامه چینایي بانک او د ائیلاف اسلامیک په نامه عراقي بانک هم شامل دي.
همداراز اوباما او د متحده ایالاتو کانګرس د ایران د انرژۍ د سکتور پر وړاندې هم تعزیرات وضع کړي دي. دغه نوي تعزیرات د هغو کسانو پر ضد دي چې غواړی د دغه هیواد له حکومت سره د یورانیمو په شتمنه کولو کې مرسته وکړي.