1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا د اسامه بن لادن ویاند نیولی دی

مسعود جهش (دویچه وله)۱۳۹۱ اسفند ۱۸, جمعه

امریکايي چارواکو اعلان کړی دی چې د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن ویاند یې نیولی دی. هغه په عین حال کې د اسامه زوم هم دی. دغه کس به په متحده ایالاتو کې محاکمه شي.

https://p.dw.com/p/17tMN
انځور: Reuters

نیول شوی وگړی سلیمان ابوغیث نومیږي چې د امریکایي وگړو په وژلو او د دې هیواد پر وړاندې د ترهگري بریدونو په پلانولو تورن دی. هغه د نیویارک په ښار کې د محکمې پر وړاندې حاضریږي.

د اسامه بن لادن زوم د فبروري په میاشت کې په انقره کې د ترکي پولیسو له خوا نیول شوی وو. خو کله چې ترکیې غوښتل هغه د اردن له لارې کویټ ته ولیږدوي نو امریکايي ځواکونو په عمل لاس پورې کړ او هغه یې ونیوه. دغه وگړی له دې مخکې د یوه جعلي پاسپورت په مرسته له ایران څخه ترکیې ته تللی وو.

د امریکا متحده ایالاتو د عدلیې وزیر اېریک هولدر، دا خبره ومنله چې د اسامه بن لادن زوم او د القاعدې ویاند سلیمان ابوغیث، یې نیولی دی. هغه وویل: «د امریکا متحده ایالات دښمنان به خپله جزا ووینيٍ. دا مهمه نه ده چې هغوی له امریکا څخه څومره لیري دي او یا دا چې هغوی کله نیول کیږي.»

پر سلیمان ابوغیث باندې تور لگول کیږي چې د اسامه بن لادن په ترهگرو اعمالو کې یې لاس لاره. د تورونو له مخې په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر تر بریدونو وروسته ابوغیث څو وارې په ویدیوگانو کې د اسامه بن لادن او د القاعدې د اوسني مشر ایمن الظواهري تر څنگ لیدل شوی دی. پر دې وگړي باندې همداراز تور لگول شوی دی چې د القاعدې له غړو څخه یې غوښتي دي چې پر متحده ایالاتو باندې بریدونه وکړي.

د امریکا کورنۍ استخباراتي ادارې (FBI) ویلي دي چې سلیمان ابوغیث د القاعدي یو ډیر مهم غړی پاتې شوی دی او هغه یې د یوه مستبد رژیم د تبلیغاتو له وزیر سره پرتله کړی دی.

د «حریت» په نوم یوې ترکي ورځپاڼې په حواله د دغه هیواد استخباراتي شبکې ابوغیث د تیرې جمعې په ورځ اردن ته انتقال کړ ترڅو هغه کویټ ته واستوي. خو د امریکا بهرنۍ استخباراتي اداره (CIA) په دې ځای کې په عمل لاس پورې کړ او هغه یې ونیوه. ویل کیږي چې تر دې مخکې ترکیې د متحده ایالاتو هغه غوښتنه چې دغه وگړی ورته تسلیم کړي، رد کړې وه، ځکه دې هیواد غوښتل د القاعدي شبکې د بریدونه مخه ونیسي.

د القاعدي د شبکې مشر اسامه بن لادن، د ۲۰۱۱ کال د مې په میاشت کې د امریکايي ځانگړو سمندري ځواکونو له خوا د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه د ایبټ آباد په ښار کې ووژل شو.