امریکا ته د ابو حمزه د سپارلو په سر موافقه شوې ده
۱۳۹۱ مهر ۱۵, شنبهاعلان
د لندن سترې محکمې، متحده ایالاتو ته د یوه تند لاري تبلیغي ابو حمزه، د ورسپارلو په سر موافقه کړې ده. په پام کې ده چې په متحده ایالاتو کې به دغه ۵۴ کلن په یو شمیر تروریستي اعمالو کې د برخې اخیستو له امله محاکمه شي.
پر دې سربیره پر هغه باندې تور دئ چې د متحده ایالاتو په اوریگون (Oregon) ایالت کې ئې د ترهگرۍ تربیتي کمپ جوړ کړی وو. ابو حمزه له نورو څلورو شکمنو کسانو سره یو ځای د لندن د هوایي ډگر څخه متحده ایالاتو ته استول شوي دي.