امریکا او روسیه په سوریه کي د کرارۍ غوښتنه کوي
۱۳۹۱ خرداد ۳۰, سهشنبهاعلان
د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه ګډه اعلاميه کي په سوریه کي د زورزیاتي د پای ته رسېدلو غوښتنه کړې ده. د مکسیکو په لاس کابوس کي د G-20 په نامه د صنعتي او پرمختیا په درشل کي هیوادونو د سرمشریزي په ترڅ کي دغو دواړو سیاستوالو په سوریه کي د ژر تر ژره تشدد د بندېدو غوښتنه وکړه. دوی دواړه پر دې خبره سره یو وه چي د سوریې اولس باید په آزاده او دیموکراتیکه فضا کي د خپل هیواد د راتلونکي په اړه په خپله تصمیم ونیسي. سربېره پر دې دواړو سیاستوالو د ایران د اټومي لانجې په اړه هم خبري اتري وکړې او له دغه هیواد څخه یې وغوښتل چی خپلو مسئولیتونو ته باید پام وکړي.