1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او روسیه پر سوریې باندې غږیږي

مسعود جهش (AFP, Reuters, dpa)۱۳۹۲ شهریور ۲۱, پنجشنبه

د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران به له یو بل سره د سوریې د کیمیاوي وسلو د ګواښ له منځه وړلو پر سر خبرې وکړي. په عین حال کې پوتین پر سوریې باندې د یوه امریکایي احتمالي برید په اړه پر خپلو ګواښونو ټینګار کړی دی.

https://p.dw.com/p/19gMO
انځور: AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، به د پنجشنبې په ورځ په جینوا کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف، وویني ترڅو د سوریې ‍د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په اړه د روسې له خوا د شوي وړاندیز په هکله خبرې وکړي.

تر دې مخکې روسیې پر سوریې باندې د یوه امریکایي احتمالي برید د مخنیوي په موخه وړاندیز کړی وو چې د اسد رژیم دې د خپلو کیمیاوي وسلو کنترول نړیوالې ټولنې ته وسپاري. سوریې هم دغه وړاندیز منلی وو. تر دې وروسته اوباما د خپل هیواد په کانګرس کې پر سوریې باندې د برید په اړه رای وځنډوله.

امریکا متحده ایالاتو هغه وخت پر سوریې باندې د یوه محدود پوځي احتمالي برید ګواښونه وکړل، چې د دغه هیواد استخباراتي ادارو ادعا وکړه چې د بشارالاسد رژیم د دمشق په څنډو کې د کیمیاوي وسلو د احتمالي کارونې تر شا دی. ویل کیږي چې د کیمیاوي وسلو په دغه برید کې ۱۴۰۰ کسان وژل شوي دي. د سوریې رژیم پر هغه باندې لګیدلي تورونه رد کړي دي او ادعا یې کړې ده چې پاڅونکوونکو د یو شمیر بهرنیو هیوادونو په مرسته دغه وسلې کارولې دي.

د چهارشنبې په ورځ هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو دایمې غړو فرانسې، انګلستان، امریکا، چین او روسیې په نیویارک کې د سوریې د شخړې په اړه خبرې وکړې. دغه هیوادونه یو ځل بیا و نه توانیدل چې د روسیې له خوا د سوریې د کیمیاوي وسلو د نړیوالې څارنې د پلان د پلي کولو پر څرنګوالي سره موافقې ته ورسیږي.

فرانسې د انګلستان په ملاتړ د یوه داسې پریکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې بشارالاسد ته د ۱۵ ورځې مهلت ورکول کیږي چې د خپلو کیمیاوي وسلو د ځیرمو په اړه وضاحت ورکړي او بیا ژر کنترول نړیوالې ټولنې ته وسپاري.د پریکړه لیک په مسوده کې راغلي دي چې اسد باید د ملګرو ملتونو څیړونکو ته اجازه ورکړي چې د کیمیاوي وسلو د کارونې د پخوانیو تورونو په اړه څیړنې وکړي.

د فرانسې له خوا وړاندې شوې مسودې په سوریې کې د اګست میاشتې د یوولسمې نیټې بریدونه غندل شوي دي او د هغوی پړه د اسد پر رژیم باندې اچول شوې ده. په پریکړه لیک کې دا هم راغلي دي چې که سوریه د هغې د موادو پر اساس اقدام و نه کړی نو پر وړاندې به یې سخت جزایي تدابیر ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې دغه مسوده رد کړې ده او یوازې د «یوه غیر الزامي پریکړه لیک» د صادریدو غوښتنه یې کړې ده. «غیر الزامي پریکړه لیک» د قانون بڼه نه غوره کوي.

پوتین د سوریې د جګړې په اړه پر خپلو ګواښونو ټینګار کړی

«نیویارک تایمز» په خپله انترنتي پاڼه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، یوه تبصره خپره کړې ده. پوتین په دغه تبصره کې پر سوریې باندې د احتمالي برید د پایلو په اړه ګواښونه کړي دي او ویلي یې دي چې د برید له کبله به د ترهګري یوه نوې څپه رامنځ ته شي. پوتین په خپله تبصره کې لیکلي دي: «پر سوریې باندې د امریکا متحده ایالاتو احتمالي برید به د ډیرو بیګناهو کسانو ژوند واخلي او د دې سبب به شي چې د سوریې شخړه د دغه هیواد له سرحدونو څخه وغځیږي. دا په داسې حال کې ده چې ډیر شمیر هیوادونه او د پاپ په شمول ډیر شمیر سیاسي او مذهبي شخصیتونه د دغه برید مخالفت کوي.»

پوتین ویلي دي چې له دغه شان یوه احتمالي برید سره به په منځني ختیځ او افریقا کې حالات لا کړکیچن شي، د ایران د اتومي شخړې، اسرائیل او فلسطین تر منځ د شخړو د له منځه وړلو هڅې به له ستونزو سره مخامخ کړي.

پوتین په خپله تبصره کې دې خبرې ته هم اشاره کړې ده چې د دمشق په څنډو کې د اگست میاشتې د ۲۱ نیټې برید کیدای شي د سوریې د پاڅونکوونکو کار وي ترڅو پر سوریې باندی یو بهرنۍ برید راوپاروي.

روسیه د سوریې د کړکیچ د پیلیدو راهیسې د دغه هیواد د رژیم نزدې ملگری پاتې شوی ده. په سوریې کې د ۲۰۱۱ کال له مارچ میاشتې څخه کورنۍ جگړه روانه ده چې د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه په کې له ۱۰۰۰۰۰ څخه ډیر کسان وژل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب