د اسرائیلو او امریکا تر منځ نوی لوی پوځي تړون
۱۳۹۵ شهریور ۲۴, چهارشنبهامریکا متحده ایالات او اسرائیل د ۳۸ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو پر یوې بې سارې بستې هوکړې ته رسیدلي دي. دغه معامله د پردې تر شا تر څو میاشتو خبر اترو وروسته شوې ده.
واشنګټن اوس هم له تل ابیب سره د پوځي مرستو یو تړون لري چې د ۲۰۱۸م کال په پای کې ختمیږي. د دغه تړون له مخې امریکا، اسرائیلو ته هر کال ۳.۱ ملیارده ډالر پوځي مرستې ورکوي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې له اسرائیلو سره وروستي تړون، د دغه هیواد په تاریخ کې په «د دوه اړخیزو پوځي همکاریو تر ټولو لویه موافقتنامه ده».
د اسرائیلو حکومت لا تر اوسه پورې په دې هکله کومه تبصره نه ده کړې.
تمه کیږي چې د دغې معاملې هوکړه لیک به د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې لاسلیک شي خو د داوړو هیوادونو د مشرانو د شخصي اړیکو د ترینګلتیا له امله، ښايي ولسمشر باراک اوباما او لومړی وزیر بن یمین نتنیاهو، د تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون و نه کړي.
داسې انګیرل کیده چې نتنیاهو د غوره معاملې له پاره د امریکا د نوي ولسمشر د واک ته رسیدو په تمه پاتې شي، خو په پای کې اسرايیل د امریکا لوري ته د ډیرو امتیازات په ورکړې سره، د خپلې تمې خلاف عمل وکړ.
نور مطالب:
د امریکا د نوي ولسمشر له لوري د ممکنه معاملې په هکله د ناڅرګندتیا سربیره، د اسرائیلو پوځي بنسټونو د هغې معاملې په هکله د لا ډیرو معلوماتو غوښتنه کوله چې د راتلونکې له پاره خپل پلانونه منظم کړي.
نوی تړون له دې اړخه هم بې ساری دی چې یوازې د اسرائیلو د توغندیو د دفاعي سیستم له پاره په کې د هر کال له پاره ۵۰۰ میلیونه ډالر ځانګړې شوې دي. دغه لګښت تر دې مخکې د کانګرس د یوې ځانګړې ډلې له لوري تمویل کیده.
اسرائیل لا ډیر څه غوښتل
د دې ستر تړون ترڅنګ، اسرائیل د ۴۵۰ میلیون ډالرو نورو مرستو غوښتنه هم کوله. اسرائیلو همدا راز منلې ده چې د امریکا له مالي مرستو څخه به په دې هیواد کې د جوړو شویو نظامي تجهیزاتو په رانیولو کې په تدریجي ډول کمی راولي.
په دې معامله کې د اسرائیلو له لوري د خپلو نظامي تجهیزاتو د اخیستنې موضوع یو له لانجمنو مسلو څخه وه، خو په پای کې تل ابیب له خپلې دغې غوښتنې تیر شو. په دې ترتیب به نو له دغو مالي مرستو به د امریکايي وسلو په رانیولو کې هم کار واخیستل شي.
د دغه تړون پر اساس اسرائیل نه شي کولای چې له مرسته شویو پیسو څخه د خپل پوځ له پاره تیل واخلي.
یوه امریکایي چارواکي چې له رسنیو سره د تړون په هکله د خبرو اجاز یې نه لره، د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي چې اسرائیلو همدا راز منلې ده چې له یوې نوې جګړې سره د نه مخامخیدو په صورت کې به د امریکا له کانګرس څخه د نورو مرستو غوښتنه و نه کړي.
تر ټاکنو مخکې تړون
ولسمشر اوباما د خپل محبوبیت د ډیرولو او له اسرائیلو سره د سړو اړیکو له کبله پر خپل ځان باندې د نیوکو کمولو په موخه ډیر لیواله وو چې نوي ولسمشر ته د واک تر سپارلو مخکې، له اسرائیلو سره دغه پوځي تړون نهایي کړي.
که څه هم د امریکا د ولسمشرۍ له پاره دواړو نوماندانو، دیموکراتې هیلري کلنټن او د جمهوري غوښتونکي ډونلډ ټرمپ د بریالیتوب په صورت کې د اسرائیل د امنیت د خوندي کولو ژمنې کړي، خو د دغه تړون په اساس د امریکا نوی ولسمشر پر دغه نوي تړون نور بحث نه کوي.
د تړون د خبر اوریدو سره سم د فلسطین د ملاتړو ډلو له خوا غبرګونونه را وپاریدل. دوی وايې چې د اسرائیلو حکومت د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د نویو استګونځایونو له جوړولو سره د نړیوالې ټولنې د غوښتنو خلاف عمل کوي او دې هیواد ته باید امتیازات ورنه کړل شي.