1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او اردن د سوریې په اړه گډ دریځ لري

مسعود جهش (AFP, AP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۳, شنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اردن له پاچا سره د لیدنې پر مهال د سوریې پر رژیم نیوکې وکړې. اوباما اسرائیلو ته تر خپل سفر وروسته اردن ته ولاړ. هغه په اردن کې وویل چې په دې هیواد کې به له سوریایي گډوالو سره مرستې وکړي.

https://p.dw.com/p/1832P
GettyImages 164290941 Jordan's King Abdullah II speaks during a joint press conference with US President Barack Obama (L) following a meeting at Al-Hummar Palace in Amman on March 22, 2013. Obama arrived in Jordan to face scrutiny over his Syria strategy, on the last leg of a Middle East tour after visits to Israel and the Palestinian territories. AFP PHOTO/Mandel NGAN (Photo credit should read MANDEL NGAN/AFP/Getty Images)
Obama zu Besuch in Jordanienانځور: AFP/Getty Images

د اوباما او د اردن پاچا عبدالله دویم، تر منځ د لیدنې پر مهال د خبرو اترو تر ټولو مهمه موضوع د سوریې شخړه وه. اردن له دې هیواد سره اوږده ګډه پوله لري. په سوریې کې د وروستیو دوو کلونو جگړې د اردن اقتصاد ته هم سخت تاوان رسولی دی.

د اردن پاچا وویل اوس له سوریې څخه د هغه هیواد ته ډیر شمیر گډوال رسیدلي دي چې شمیر یې د اردن د ټول نفوس لس لسنه ته رسیږي. خو پر دې سربیره هم هغه ټینگار وکړ چې هیواد به یې د سوریایي کډوالو پر مخ خپله پوله و نه تړي. هغه زیاته کړه: «دا یوه داسې ننگونه ده چې موږ ورته شا نه شو اړولی.»

اوباما وویل چې د خپل هیواد له کانگرس څخه به وغواړي چې په اردن کې له کډوالو سره د مرسته کولو له پاره ۲۰۰ میلیونه ډالر اضافي مرستې په پام کې ونیسي. اوباما وویل چې دغه پېسې به د بشري مرستو او لومړنیو خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ولگول شي. اوس مهال په دې هیواد کې شاوخوا ۴۶۰۰۰۰ سوریایي کډوال ژوند کوي.

ولسمشر اوباما همداراز اندیښنه څرگنده کړه چې سوریه د تاوتریخوالي په یوه مرکز د بدلیدو په حال کې ده. هغه وویل: «زه له دې کبله ډیر اندیښمن یم چې سوریه د تاوتریخوالي په یوه مرکز د بدلیدو په حال کې ده ځکه افراطیان په گډوډۍ، بې حکومتۍ او د قدرت په خلا کې پرمختگ کوي او قوي کیږي.»

اوباما تر دې مخکې اسرائیلو ته هم سفر کړی وو. هغه په دې سفر کې د اسرائیلو له ولسمشر بنیمین نتنیاهو، سره ولیدل. اوباما همداراز یو شمیر ځوانو اسرائیلیانو ته وینا وکړه او له هغوی څخه وغوښتل چې په خپل هیواد کې سوله راولي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب