1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او آلمان د ترهګرۍ ضد لا ډیر معلومات شریکوي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، په واشنګټن د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت له وزیر سره د لیدنې په حال کې دی. هغو به د ترهګری ضد فعالیتونو په برخه کې د همکاریو ډیرولو په موخه یو تړون هم لاسلیک کړي.

https://p.dw.com/p/1Ipde
جه جانسن او توماس ديميزير
انځور: Getty Images/A. Wong

توماس دیمزیر د امریکا د کورني امنیت له وزیر جه جانسون، سره د سه شنبې په ورځ موافقه وکړه چې د افراطي اسلامپاله ترهګرۍ پر وړاندي د مبارزې په برخه کې خپله همکاري پراخه کړي.

د دواړو چارواکو تر لیدنې وروسته، د آلمان وزیر یوه خبري کنفرانس ته وویل چې امریکا او آلمان غواړي چې د انترنتي افراطي اسلامپاله افراطي پروپاګند د مخنیوي له پاره یو له بل سره لا ډیر معلومات شریک کړي. هغه زیاته کړې ده چې دغه معلومات به د هغو کډوالو په اړه وی چې کیدای شي د بریدونو ترسره کولو پلانونه ولري.

دیمزیر وویل: «ترهګري زموږ ټولو له پاره یو ګواښ دي. له همدې کبله هغه څه چې باید موږ یې ترسره کړو دا دي چې باید ثابت قدم ووسو او په نړیواله کچه همکاري وکړو.»

امریکا متحده ایالاتو په بروکسل او پاریس کې تر بریدونو وروسته په لا ګړندۍ توګه د معلوماتو د شریکولو غوښتنه کړې ده.

جانسون له امریکا متحدو ایالاتو سره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د «لا ډیري ژمنتیا» هرکلی کړی دی. هغه له دې سره د اروپايي پارلمان هغې پریکړې ته اشاره کړې ده چې له مخې یې د هوایي شرکتونو د پیریدونکو معلومات په دې ټولنه کې همغږې کيږي.

د چهارشنبې په ورځ به دیمزیر د ام ریکا متحده ایالاتو له عدلیې وزیر سره هم وویني او د معلومات د شریکلولو یوه سند به لاسلیک کړي خو د دې سند جزئیات لا روښانه نه دي.