امریکا: اور ۴،۲ هکتاره ځمکه سوځولې ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۷, جمعهد متحده ایالاتو د ځنگلونو ادارې ویلي دي چې د دې هیواد په ځنگلونو کې له اویاوو څخه په ډیرو ځایونو کې اورونه لگیدلي دي. دغې ادارې زیاته کړې ده چې امریکايي اور وژونکې اوس هڅه کوي چې د اور لمبې مړې کړي. وچه هوااو بادونه د دې لامل شوي دي چې د اور وژنې هڅې لا پسې سختې کړي.
یوازې په کلفورنیا کې شاوخوا ۸۰۰۰ اور وژونکي هڅه کوي چې په ۱۳ ځایونو کې لگیدلی اور مړ کړي. په دې ترڅ کې د متحده ایالاتو له پوځ څخه هم د مرستې غوښتنه شوې ده. اوس پوځي څرخي الوتکې هم له فضا څخه پر اور باندې کیمیاوي مواد شیندي چې د اور د لمبو مخه ونیسي.
د اوریگن د ایالت په جنوب کې په ځنگله کې بل شوي اور شاوخوا ۲۰۱ ودانې له گواښ سره مخامخې کړې دي. دغه اور لا وختي ۱۱۶۵۱ هکتاره ځنگل سوځولی دئ. د دغه اور یوازې ۲۵ سلنه برخه د اور وژونکو له خوا تر خپل کنترول لاندې راوستې ده.
د اور د وژنې له پاره له ۱۰۰۰ څخه زیات اور وژونکي په کار بوخت دي. په سیمه کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتي گرادو ته لوړه شوې ده. دغه اور تیره اونې د یوه آسماني تندر د رالوېدو له امله ولگید، خو لا تر اوسه پورې ئې کومه ودانۍ له منځه نه ده وړې.
ښارونه تر گواښ لاندې دئ.
په «اداهو» کې د اور لمبو دوه واړه ښارونه چې «پاین» او «فیتهیر والي» نومیږي له گواښ سره مخامخ کړي دي. په دې سیمو کې شاوخوا ۴۵۰ کورونه شته .
په دې ایالت کې په نهو ځایونو کې اورونه بل شوي دي. د دې سیمې د اور د وژلو هڅو د یوه شل کلن اور وژونکي ژوند واخیست. په روان کال کې د متحده ایالاتو په ځنگلونو کې ۴۳۰۰۰ د اور لگیدنې پیښې رامنځ ته شوي دي چې له کبله ئې شاوخو ۲.۶ میلیونه هکتاره ځمکه سوځیدلې ده.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض